د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا ته د انټرنیټ غزولو تړون لاسلیک شو


په قبايلي سيمو کې د مالوماتو ټيکنالوجۍ ته د ودې ورکولو او د فاټا ولس ته انټرنیټي اسانتياوې ورکولو لپاره نن (پنجشنبه) په اسلام اباد کې د انفارمېشن ټيکنالوجي وزارت او يونيورسل سروس فنډ تر مينځ د منصوبې معاهده لاسليک شوه.

د لاسليک په غونډه کې د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي هم ګډون وکړ.

په دې موقع وزير اعظم په خپله وینا کې وویل چې د دې منصوبې مقصد د ټيلي کام له پرمختګه د ملک ټولو برخو ته ګټي ورسول دي او حکومت به د مالوماتو ټيکنالوجۍ څانګې ته هر قسمه مرستې ورکوي.

خاقان عباسي زياته کړه چې غواړو د ملک لرې پرتې سيمې هم د انټرنېټ اسانتياوو ګټې تر لاسه کړي او دې سيمو کې ټولنيز او اقتصادي پرمختګ وشي.

نوموړی وايي:”دا ستاينې وړ ګام دی چې به د خلکو تر مينځه رابطې اسانولو او انټرنېټې مرستې ورکول دي.

د نوموړی په وینا،"دا اسانتياوي يوازې ښارونو ته نه بلکې د لرو پرتو سيمو ولس ته هم ورکول کېږي.”

د انټرنېتې اسانتياوې منصوبې به د قبايلي سيمو ۶ زرو کليو ته ګټه رسوي.

خو بل خوا له قبايلي سيمې سره تعلق لرونکې راحت شينواري وايي چې د ۲۰۱۶م کال د جون میاشې راهیسې په فاټا کې د انترنېټ ۳ جي او ۴ جي سروس بند دی چې له وجې یې د ژوند له مختلفو څانګو سره تعلق لرونکو ته يو شمېر مسلې رامخې ته دي.

نوموړي وايي، براډ بينډ پر ځای حکومت له لومړی په سيمه کې د موبايل سروس انټرنېټ بحالول پکار دي.

ده وویل: “دلته خلک ټول کاروبار خپله کوي د چا په پاکستان کې دننه کراچۍ پنجاب ښارونو کې کاروبار دی نو څوک له ملکه بهر کاروباري اړيکې لري يا هلته مزدوري کوي نو موبايل انټرنېټ د دوی د روزګار او خپلو خپلوانو سره رابطو لپاره يوازنۍ او ارزانه زريعه وه."

په فاټا کې دانټرنېټي حقونو په اړه کارکونکې فعال رحيم شاه شينوارې وايي چې د فاټا ولس او ځوان کل د نن سبا د ټيکنالوجي پر مختګ څخه په وروسته پاتې دي حکومت ته به دې اړه غور کول وي.

نوموړی وايي، د نوي دور تقاضو مطابق که ځوان کل ته سهولتونه ورکړې شي نو فاټا هم د ترقۍ په لور تللی شي.

د راپورونو تر مخه په فاټا کې په لومړی ځل د ۲۰۰۵م کال کې د موبايل او انټرنېټ سهولتونه پیل شوی وو او وخت پر وخت د انټرنېټ سروس به ځنډولې کېدو خو د ۲۰۰۸م کال وروسته په سيمه کې د ترهګرو پرضد پوځي عملياتو له وجې دا سروس بيا تر اوږدې مودې بند کړل شو.

په ۲۰۱۴م کال کې قبايلي سيمې ته د انټرنېټ ۳ جي او ۴ جې سروس ورکړل شو خو د ۲۰۱۶م کال راهیسې دا سروس يو ځل بيا د ځند ښکار دی.

XS
SM
MD
LG