د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان وزیراعلا: د پښتونخوا ګوند او مسلم ليګ(ق) مقابله


د بلوچستان د نوي وزيراعلی لپاره مسلم ليګ (ق) عبدالقدوس بزنجواو پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د سيد لياقت اغا او عبدارحيم زيارتوال د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې دوی به د شنبې تر سهاره په خپلو دوو کې يو غړی د اميدوار په توګه ونوموي.

د پخواني وزيراعلی سردار ثناوالله زهري تر استعفا وروسته په ظاهره د مسلم ليګ(ن)، پشتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نېشنل پارټۍ اتحاد مات شوی دی.

ثناوالله زهري د جنورۍ پر نهمه له هغه وروسته استعفا ورکړه کله چې د واکمن مسلم ليګ(ن) د اسمبلۍ غړيو بغاوت وکړ او ځینو وزيرانو او سلاکارانو استعفا ورکړه.

له دې سره سمدستي اپوزيشن ګوندونو د ثناوالله زهري پرضد په اسمبلۍ کې د عدم اعتماد قرارداد وړاندې کړ خو هغه تر رايې اچونې له مخه استعفا ورکړه.

د پخواني وزيراعلی سردار ثناوالله زهري تر استعفا وروسته په ظاهره د مسلم ليګ(ن)، پشتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نېشنل پارټۍ اتحاد مات شوی دی.

خو اوس اپوزيشن ګوندونو هم پرېکړه کړې ده چې د نوي وزيراعلی لپاره به عبدالقدوس بزنجو ته رايې ورکوي.

په اسمبلۍ کې د جميعت علما اسلام (ف) پارلېماني مشر مولانا عبدالواسع د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې د دوی په ګډون عوامي نېشنل ګوند، بلوچستان نېشنل پارټۍ(مېنګل) مجلس وحدت المسلمين او بلوچستان نېشنل پارټۍ (عوامي) فيصله کړې چې رايې به عبدالقدوس بزنجو ته ورکوي.

خو په نوي پرمختګ کې ترټولو حېرانونکې خبره دا ده چې په اسمبلۍ کې اکثريت لرونکې ګوند مسلم ليګ(ن) هم د اقليتي ګوند مسلم ليګ(ق) غړی عبدالقدوس بزنجو د خپل اميدوار په توګه نومولی دی.

هم دې ته په پام سره په کوټه کې خبريال سيد علي شاه وايي چې تر ټولو غټ سياسي تاوان مسلم ليګ(ن) ته رسېدلی دی.

د ده په خبره چې د مسلم ليګ(ن) په اسمبلۍ کې ۲۱ څوکۍ دي خو د اکثريت درلودلو سربېره يې هم د وزيراعلی څوکۍ اقليتي ګوند مسلم ليګ(ق) ته پرېښودله.

د بلوچستان په سياسي بحران کې تر ټولو لوی سياسي تاوان مسلم ليګ(ن) ته رسېدلی دی. سيد علي شاه

بلوچستان اسمبلۍ ۶۵ غړي لري او د وزيراعلی جوړېدو لپاره ۳۳ رايې اخېستل اړين دي.

دا وخت په اسمبلۍ کې مسلم ليګ(ن) ۲۱، پښتونخوا ملي عوامي ګوند ۱۴، نېشنل ګوند ۱۱، جمېعت علما اسلام(ف) اته، پاکستان مسلم ليګ(ق) پنځه، بلوچستان نېشنل پارټۍ(مېنګل) دوه، عوامي نېشنل ګوند یو، مجلس وحدت المسلمين يو او بلوچستان نېشنل پارټۍ(عوامي) يو غړی لري او يو هم ازاد غړی دی.

په دې کې د مسلم ليګ(ن) ۱۵ ياغي غړي، د اپوزيشن ۱۳ او مسلم ليګ(ق) ۵ غړيو عبدالقدوس بزنجو ته د رايې ورکولو اعلان کړی دی چې دا ټولې رايې ۳۳ جوړېږي.

خو د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سنېنېټر عثمان کاکړ وايي چې د خپل اميدوار لپاره يې د مسلم ليګ(ن) په ګډون نېشنل پارټۍ او نورو ګوندونو سره تماسونه نېول پیل کړي دي.

په کوټه کې د مشال راډيو خبریال ایوب ترین وايي چې د اعلا وزیر ټاکنه د شنبې ورځې په سهار کېږي خو لومړی به د اسمبلۍ سپیکر ټاکل کېږي.

پر دې مهال د امنیت خوندي ساتلو لپاره سخت ګامونه پورته کړل شوي دي. د کوټې ډي ای جي عبدالرزاق چیمه ویلي چې نېږدې ۶ زره پولیس او سرحدي عسکر یې د اسمبلۍ شاوخوا سیمو کې ګمارلي او ولسي وګړي به د اسمبلۍ لور ته د تګ راتګ اجازه نه لري.

XS
SM
MD
LG