د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ فاټا ته د عدالت واک غزولو بل منظور کړ


د پاکستان قومي اسمبلۍ قبایلي سیمو ته د سپریم کورټ او پېښور های کورټ د واک غزولو بل منظور کړی دی. دغه بل د پاکستان د قانون وفاقي وزیر بشیر ویرک او د اپوزیشن ګوند پیپلز پارټۍ پارلېماني غړي نوید قمر وړاندې کړ چې د قامي اسمبلۍ ډېری غړیو یې د منظورۍ ملاتړ وکړ. د مولانا فضل الرحمن ګوند جمعیت علمای اسلام د دغه بل پرضد خپله رایه ورکړه.

د بل له وړاندې کېدو سره سم حکومتي غړي او د سېفران وفاقي وزیرعبدالقادر بلوڅ وویل چې د دې بل په منظورېدو د فاټا ولس ته مبارکي وویله، او د مخالفو ګوندونو یې مننه وکړه چې د دې بل په پلویتوب یې رایه ورکړه.

د پاکستان پیپلز پارټۍ پارلېماني غړي او د اپوزیشن مشر خورشید شاه د بل تر منظورېدو وروسته چې فاټا په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو بل به هم د اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.

له قبایلي سیمې باجوړه د قامي اسمبلۍ لپاره پارلېماني غړي شهاب الدین خان فاټا ته د اسلام اباد او پېښور های کورټونو واک غزولو بل یوه لویه بریا بللې چې له دې سره به ولس د نور پاکستان غوندې د پاکستان تر قانون لاندې خپل اییني حقوق ولري. د مشال راډیو خبریال رابعې اکرم خان ورسره خبرې کړې.

شهاب الدین: فاټا ته د پېښور او اسلام اباد قانون غزول لوی بری دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د جمعیت علمای اسلام ف د قامي اسمبلۍ غړې نعیمه کشور خان وايي چې ګوند یې د دغه بل مخالفت کوي د مشال راډیو له خبریالې رابعې اکرم خان سره په خبرو کې نوموړې وویل، د پاکستان تر ایین لاندې د یوې صوبې قانون بلې صوبې ته نه شي غزول کېدلی.

نعیمه کشور: فاټا ته د خیبر پښتونخوا قانون غزول غیر اییني دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

بلخوا په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو ځوانانو د پارلیمان او پرېس کلب مخې ته د احتجاج په توګه د لاسونو زنځیر جوړ کړې او غوښتنه يې کوله چې قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا ورګدې کړي.

په دې موقه دغه ځوانان پولیسو ونیول او له دې روستو نورو یو شمېر ځوانانو د پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه.

د دې ترڅنګ په فاتا اصلاحاتو باندې د ځینو سیاسي ګوندونو او قبایلي مشرانو بېلا بېل دریځ دی چې پکې ځینې وايي، قبایلي سیمې دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډې کړي او د جمعیت علما اسلام ف ډلې او پښتونخواملي عوامي ګوند وايي چې فاټا اصلاحاتو کې دې له قبایلو وپوښتل شي او دوی ته دې ځانله صوبه ورکړي چې خپل ګورنر او وزیر اعلی يې وي او خپلې فيصلې پخپله کوي.

XS
SM
MD
LG