د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د فاټا ځوانانو احتجاج


د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د فاټا ځوانانو احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:03 0:00

د قبایلي سیمو ځوانانو د پارلیمان او پرېس کلب مخې ته د احتجاج په توګه د لاسونو زنځیر جوړ کړې او غوښتنه يې کوله چې قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا ورګدې کړي.

په دې موقه دغه ځوانان پولیسو ونیول او له دې روستو نورو یو شمېر ځوانانو د پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه.

اسلام آباد کې نن د جمعې په ورځ د قبایلي سیمو د ځوانانو جرګې د پارلیمان مخې د احتجاج په توګه د لاسونو زنځیر جوړ کړې وو او له حکومته يې غوښتنه کوله چې قبایلي سیمې دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډې کړي.

په دغه موقه د اسلام آباد پولیسو احتجاج کونکي ځوانان ونیول او احتجاج يې ورله ختم کړو.

له دې وروستو نورو یو شمېر قبایلي ځوانانو د اسلام آباد پرېس کلب مخې ته احتجاج پیل کړو او وویل چې دوی به ترهغه خپل احتجاج جاري ساتي تر څو چې حکومت قبایلي سیمې په خېبرپښتونخوا کې ورګډې نه کړي.

په دې موقه مشال راډیو سره خبرو کې د جرګې یو غړي نظام الدین خان وویل دوی په پاکستان کې ورګډېدل غواړي خو د دې عمل ورته سزا ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه دوی پرامنه احتجاج کوو خو دوی يې ورته پرې نه ښودل دوی نه سړک بنداو او نه يې تشدد یا کوم څیز ته نقصان رسوو.

د ده په خبره چې دوی بېنرې پورته کړې وې او په دې کې د ټولو ګوندونو استازیتوت وای نو دوی څوک احتجاج ته پرېږدي او نه ورته څوک حق ورکوي نو دوی به دا احتجاج تر هغه جاري ساتي چې غوښتنې يې ونه منل شي.

هم دا شان د فاټا د زده کونکو د سازمان فاټا سټوډنټس ارګنایزېشن مشر شوکت عزیز په دې اړه مشال راډیو ته وویل دا چې کوم احتجاج دی دا به جاري وي که هغه د لاسونو زنځیر وي او که نور احتجاجونه وي خو دوی کړن لاره جوړه کړې چې دوی به دهرنا ورکوي.

احتجاجي مظاهرې ته ورغلي د خېبرایجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل وویل چې د قبایلو ځوانان او مشران او هر وګړې به تر هغه خپل احتجاجي تحریک جاري ساتي تر څو چې دوی ته لکه د نورو پاکستانیانو حقونه نه وي ورکړل شوي

شاه جي ګل وویل که چېرته حکومت دا خبره ونه منله نو دا خبره به بغاوت ته لاړه شي او بیا يې ډېر نقصان وي او دغه نقصان به د چا وي دا ټولو ته مالومه ده

بل پلو نن د جمعې په ورځ د سپریم کورټ او پېښور های کورټ دایره اختیار تر فاټا غځولو بل د پاکستان پیپلز پارټۍ نوید قمر قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړو کوم چې منظور کړل شو.

د دې ترڅنګ په فاتا اصلاحاتو باندې د ځنې سیاسي ګوندونو او قبایلي مشرانو بیلا بیل دریځ دی چې پکې ځنې وايي چې قبایلي سیمې دې په خېبرپښتونخوا کې ورکډې کړي او د جمعیت علما اسلام ف ډلې او پښتونخواملي عوامي ګوند وايي چې فاټا اصلاحاتو کې دې له قبایلو وپوښتل شي او دوی ته دې ځانله صوبه ورکړي چې خپل ګورنر او وزیر اعلی يې وي او خپلې فيصلې پخپله کوي.

XS
SM
MD
LG