د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فاټا پارلېماني غړي دې د فاټا پرمختايي کارونه وڅاري'


اسلام اباد کې د شورو په مازیګر ناوخته د سېنېټر هلال الرحمان په مشرۍ د سېفران لپاره د سېنېټ قایمه کمېټۍ غونډه وشوه.

د سېنېټ قایمه کمېټۍ وفاقي حکومت ته ویلي چې د قبایلي سیمو د پرمختیايي کارونو لپاره جوړه کمېټۍ کې دې د فاټا دوه پارلېماني غړي واخېستل شي چې دا رنګ د قبایلو لپاره فنډونه په سمه توګه کارول کېږي او په ترقیاتي کارونو کې د درغلیو مخه ونیول شي.

په غونډه کې د فاټا په اړه په یوشمېر مسلو د بحث ترڅنګ له وفاقي حکومته وغوښتل شو چې تر اېف ډي اې لاندې د فاټا ترقیاتي کارونو لپاره جوړه سټېرېنګ کمېټۍ کې دې له فاټا یو د قامي اسمبلۍ غړی او یو د سېنېټ غړی واخلي چې د قبایلو لپاره د کوم فنډونه راځي یا هلته ترقیاتي کارونه کېږي چې دغه غړي يې څارنه کوي.

په دې اړه سېنېټر هلال الرحمان مشال راډیو ته د زیارت په ورځ وویل دا د ایف ډي اې لاندې سټیرنګ کمېټي ده او د دې مشر د خېبر پښتونخوا ګورنر دی او څومره چې په قبایلو کې منصوبې شورو کېږي نو د هغې فېصلې په دې کمېټۍ کې کېږي نو چې کله دغلته غټې منصوبې شورو کېږي چې هغې له حکومت پېسې نه ورکوي یا بله کومه مسله وي نو دغه د پارلیمان غړي به دغه مسله په پارلیمان کې پورته کوي نو داسې به دا په ښه شان هوارېږي نو تر څو پورې چې د فاټا د پارلیمان غړي له دغه مسلو خبر نه وي نو دا نشي ختمېدای.

مشال راډیو چې په دې اړه د سېفران وزیر مملکت غالب خان نه وپوښتل نو هغه وویل چې دوی به دې لړ کې د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړه او له وفاقي حکومت سره خبره کوي چې د قبایلو د استازیو دا غوښتنه ومني ځکه چې د ترقیاتي کارونو په اړه ولس له دویه تپوس کوي.

نوموړي زیاته کړه دی به يې خامخا د حکومت سره راپورته کوي او د فاټا پارلېمان غړي د فاټا د نظام برخه من دي نو چې دوی پکې شامل وي نو فاټا به ترقي وکړي.

د نوموړي په خبره دې به د خېبر پښتونخوا د ګورنر اقبال سره هم په دې خبره کوي او د دوی دا ډېر ښه تجویز دی په دې به خامخا غور کېږي.

په غونډه کې له سرکاره په دې مسله هم احتجاج وکړې شو چې حکومت تراوسه پورې دا خبره باوري نه کړه چې په قبایلي سیمو کې کارکونکي غېر-سرکاري تنظیمونو کې د فاټا ځوانان وګماري.

باید چې په دې په سختۍ سره عملداري وشي.

په غونډه کې د سېفران سېکټري او د فاټا سېکرېټريټ چارواکي هم موجود وو او د کمېټۍ غړیو ته يې د دې مسلې د حل باور ورکړو.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG