د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د کارغانو پرلپسې مړینې او پدې اړه پر ټولنیزه میډیا د خلکو له انديښنو وروسته څرګنده شوه، چې په یاد ولایت کې کارغان او نور وحشي مرغان د انفلوانزا یا د مرغانو پر والګي اخته شوي دي.

چارواکي وايي، د کرنې او مالداري وزارت په لابراتوارونو کې د مړو شویو کارغانو د سېمپلو معاینې ښودلې چې یاد مرغان پر والګي اخته دي، خو تر اوسه په فارمونو، کورنیو چرګانو او انسانانو کې د دې ناروغی مثبت واقعات ندي لیدل شوي.

د خوست د کرنې رييس سمیع الله نصرت مشال راډیو ته وویل، چې له تېرو دوه نیمو اونیو راهیسې په یاد ولایت کې د کارغانو پر لپسې مړینې په خلکو کې انديښنې راپورته کړې وې، چې له بده مرغه په معایناتو کې د مرغانو والګی تشخیص شو.

ښاغلي نصرت زیاته کړه، دوی وتوانیدل د یادې ناروغی د کنټرول او عامه پوهاوي لپاره له کابل څخه تخینکي ټیم راوغواړي او اړوند وزارت خپل امکانات د خوست په اختیار کې ورکړي.

د کرنې رييس وايي، د وزارت مقام په پاملرنې د دوی اداره د وقايي په برخه کې په مجهزو وسایلو سمباله شوې او یاد مرض تراوسه صرف په وحشي مرغانو کې دی او فارمونو او کورنیو چرګانو ته يې سرایت ندی کړی.

خوست ته د کرنې وزیر په لارښودنه د یاد وزارت د صحت حیواني او مالدارۍ عمومي رييس ډاکټر جهانګیر میاخېل په مشری تخنیکي ټیم تللی دی.

ډاکټر جهانګیر میاخېل وايي، چې د کرنې او مالداری وزارت په لابراتوار کې په وحشي مرغانو کې د والګي بیماري تثبیت شوې ده او دوی غواړي د خوست اوسیدونکو ته دا پیغام ورسوي چې خپل ماشومان او کورنۍ چرګان د دې مرض څخه وساتي.

د ده په وینا چې د والګي مرض مخنیوي پدې کیږي چې خلک مړه مرغان ژر تر ژره د خاورو لاندې پټ کړي او د کرنې ریاست ته دې خبر ورکړي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه، له یوه ځایه بل ځای ته د چرګانو لیږد رالیږد باید یوازې د کرنې ریاست په اجازه باندې وشي.

نوموړي انديښنه وښوده چې دا د ټول هېواد ستونزه ده او ممکن نورو سیموته انتقال شي او حتی انسانان هم تر ګواښ لاندې راوستی شي.

د حیواني بیماریو د برخې یو بل تن متخصص ډاکټر محمدخالد شهيوال چې د کرنې وزارت په پلاوي کې خوست ته راغلی وايي، چې تر اوسه دا مرض صرف په کارغانو کې چې وحشي الوتونکي بلل کیږي موجوده ده، خو په فارمونو او کورنیو چرګانو کې د دې نښې نښانې ندي لیدل شوي.

دی وايي، کورنیو چرګانو او فارمونو ته د دې مرض د احتمالي لېږد لپاره په انديښنه کې دي او هڅه کوي چې مخکې له مخکې يې مخه ونیسي.

د مرغانو والګي یو بل خطر دادی چې کله نا کله انسانانو ته هم سرایت کوي او د ډاکټرانو په وینا چې ناروغان يې ۶۰ سلنه د تلف کیدو خطر لري.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وايي، چې په روانه میاشت کې ولایتي روغتون ته هغه بیمارانو چې تنفسي ناروغی يې درلودې ولایتي روغتون ته مراجعه کړې، چې ۶۴ يې بستر شوي او څلورو بیمارانو ژوند دلاسه ورکړې او دوی يې سيمپلې د روغتیا وزارت مرکزي لابراتوار ته لیږلي، خو له ښه مرغه چې د مرغانو پر والګي د انسانانو مثبت واقعات تر اوسه ندي ثبت شوي.

ښاغلي محمدي زیاته کړه، ټول هغه بیماران چې تنفسي بیماری لري، نږدې کلینکونو یا ولایتي روغتون ته دې مراجعه وکړي، چې سيمپلې واخیستل شي.

د پروګرام په پای کې د خوست د مرکزي باغ د ونو له لاندې د موظفو کسانو لخوا چې ټول محافظوي تدابیر يې نیولي ول لسګونه مړه شوي کارغان راټول او وسوځول شول.

په یاد پروګرام د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني هم له خلکو وغوښتل، چې د متخصصینو د لارښودنو په رڼا کې د یاد ساري مرض په مخنیوي کې همکاري وکړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د کراچۍ یو انتخاباتي نوماند د ډېرانونو پرضد راوتلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG