د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب قصور کې پر ماشومې جنسي تېري او وژنې ولس راپارولی، دوه تنه مړه


په قصور ضلع کې له یوې ماشومې سره د جنسي تېري او وژنې پر پېښه پر پارېدلیو مظاهره چیانو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او درې ژوبل دي.

دا دوه کسان د قصور ضلعي افسر په دفتر کې پر مظاهرچیانو د پولیسو په مبینه ډزو کې وژل شوي.

مظاهرچیان غوښتنه کوي چې د پېښې ککړ کسان دې ونیول شي.

د قصور ضلعې یوه پولیس افسر عمران نواز مشال راډیو ته وویل چې د څارونکیو کېمرو په مرسته یې یو تن نیولی چې اووه کلنه زینب ورسره روانه وه.

(له نیول شوي تنه پلټنې روانې دي. په دې کېس کې به بریالي شو. نېږدې شپيته کسان مو نیولي دی او له ټولو مو د زینب په کېس کې پلټنې کړی)

بلخوا د پاکستان شخصي ټیليویژونو په وینا چې حکومت په قصور ضلع کې رېنجرز ځواک راغوښتل شوی دی.

دا مظاهرې د ضلعي پولیس افسر او ضلعي انتظامیې دفترونو مخې ته روانې دي. نن مازیګر څلورنیمې بجې د اووه کلنې زینب مور او پلار له سعودي عربه راغلي دي او وایي چې تر هغو به خپله لور خاور ته نه سپاري چې ترڅو ورته انصاف نه وي ملاو شوی.

د لاهور های کورټ چیف جسټس او د پنجاب صوبې اعلی وزیر د پېښې نوټس اخېستی او د پولیس له مشره یې رپورټ غوښتی دی.

نن سهار د پنجاب صوبې پولیس ویلي،د زینبې په مېډیکل رپورټ کې ثابته شوې چې پر هغېجنسي تېری شوی دی.

د زینبې مړی چې تېره ورځ د خځلو په ډېران پروت و، څلور ورځې وړاندې تښتول شوې وه.

د پولیسو په وینا د زېنبې مرګ د مرۍ له تړلو شوی او د ملزمانو پرضد پلټنې پیل شوې دي.

د قصور ضلعې پولیس وایي چې په تېرو درېو څلورو میاشتو کې لس ماشومانې نجونه او دوه هلکان د جنسي تېري ښکار شوي دي.

د ماشومانو د حقونو کار پوه ارشد محمود وایي که حکومت په داسي کېسونو کې ککړ ملزمانو ته سخته سزا ورکړې وی نو نن به دا کېس مخې ته نه راتلو.

د ده په وینا چې د ماشومانو د تحفظ لپاره به نه یواځې حکومت بلکې مور او پلار له هم خیال ساتل وي.

یاده دې وي چې کال ۲۰۱۵ کې هم په یاده ضلع کې له ماشومانو هلکانو سره د جنسي زیاتې او د هغوی د بدن اعضاو ویډیوګانو د جوړیدو یوه رسوايي (سکېنډل) هم مخې ته راغلې وه.

XS
SM
MD
LG