د لاسرسي ځای

تازه خبر

قادري د حکومت خلاف ملک ګیر تحریک چلوي


تېره ورځ په لاهور کې د ټول ګونديزه غونډې اسټئيرنګ کمېټۍ غونډې ورستو مطبوعاتو ته ته د پاکستان عوامي تحريک مشر طاهر القادري ووېل چې د ټولو ګوندونو دمتفقه فېصلې ورستو د پنجاب وزير اعلی شهباز شريف او د قانون وزير رانا ثناالله استعفو لپاره د اووه ورځو وخت ورکړې شوې وو خو دوي استعفا ورنه کړه.

واضحه دې وي چې په ۳۰ دسمبر د عوامي تحريک په مشرۍ کې شوې ټول ګونديزه غونډې په ماډل ټاون پېښې د شهباز شريف او رانا ثناالله نه اووه ورځو کې د استعفعا غوښتنه کړې وه.

طاهر القادري وېنا وه چې اوس به استعفا نه غوښتل کېږي بلکې په زوره به ترې اخيستل کېږي او چې په کوم کوم ځايې کې د مسلم ليګ (ن) حکومت دی هغه به ختموي.

''موږ به اوس دوی نه استعفا نه غواړو بلکې دوی ته به پخپله ورکول وي او موږ به ترې په زور استعفا اخلو ،خو اوس خبره د استعفو ا خيستو نه مخکې تللی ده موږ به د ټول مسلم ليګ ن حکومت لرې کوو او دې لړ کې به د۱۷ جنورۍ نه موږ احتجاجې تحريک پيلوو کوم به چې په ټول ملک کې وي او تر هغې به روان وي چې تر څو موږ د دوي حکومت ختم کړې نه وي.''

د عوامي تحريک مشر ووېل چې اوس به حکومت دماډل ټاون د وژل شوي خلکو د مرګ حساب راکوي۔ ماډل ټاون پېښه د تاريخ د ټولو بده د ترهه ګرۍ پېښه ده چې پکې نېغ په نېغه پاکستان مسلم ليګ ن ککړ دی.

قادري زياته کړه چې باقر نجفي کمېشن رپورټ کې د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف او د قانون وزير رانا ثنا الله زمه واره ګرځول شوي دي نو اوس ن ليګ په ملک کې د حکومت کولو حق نه لري.

خو د دې په جواب کې د پاکستان مسلم ليګ ن يو مشر صديق الفاروق مشال رېډيو ته ووېل چې عوامي تحريک په ملک کې انتشار خپلوي او بهر ملکۍ ايجنډې ته ګټې ورکوي.

نوموړي زياته کړه چې که په ملک کې احتجاج وکړې شونو حکومت به هم ټولې قانوني او ائيني لارې خپلوي او د هر قسمه رويې جواب به ورکوي.

''طاهر القادري هم هاغه تن دی چې چا ۲۰۱۴ احتجاج کې د پارلمان مخې ته قبرونه کنستي ووا و کفنونه يې ځان سره راوړې وو او بيا هم د دې کفنونو سره ناکامه واپس لاړل نو دې ځل به هم دوي په خپل احتجاج کې نه کاميابېږي حکومت دوي سره رابطو کې دی او بيا به هم کوي ۔د جمهوري اصولو مطابق که څوک مذاکرات کول غواړي نو هغې ته حکومت تيار دی او که بيا هم دوي د انتشار خورلو کوشش وکړو نو ولس به دوي سره نه ودرېږي او موږ به هم خپل قانوني او ائيني اختيارات استعمالوو.''

بل خوا د سياسي چار کار پوه پروفېسر سجاد نصير د سياسي حالاتو په اړه زياتوي چې مخالفه ګوندونهپه مسلم ليګ ن فشار اچوي چې په ملک کې د وخت نه مخې انتخابات وشي او حکومت په دې معاملې هوارولو کې ناکامه ښکاري.

د سجاد نصير په وېنا چې حکومت له به اوس د سوچ وفکر نه کار اخيستل وي چې دا شان د ملک دننه او بهر راپېښو چيلنجونو مخ نېوی وکړي.

''دولس نه زيات کسان يا ګوندونه که د حکومت پر ضد دا قسمه احتجاج کوي نو مسلم ليګ ن به دا څنګه ايساروي زما په خيال دا به دوي له مشکل وي۔۔په داسې حالاتو کې د ملک حالات نور هم خرابېدی شي خو ګورو به چې څه نتېجې رامخې ته کېږي،ماته داسې لګي چې په يو مياشت کې د ملک په سياست کې لوئې بدلون را روان دی.''

ياده دې وي چې په ۱۷ جون ۲۰۱۴ کې د لاهور ماډل ټاون سيمه کې د تحريک منهاج القران مرکزي دفتر او د پاکستان عوامي تحريک مشر طاهر القادري د کور مخې ته تجاوزات لرې کولو لپاره آپريشن شوی وو.

د آپريشن مخ نيوي لپاره د عوامي تحريک کارکنانو او د پوليسو تر مينځه شخړوکې د عوامي تحريک ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۹۰ پورې کسانزخميان شوي وو.

د پېښې په اړه پلټنې لپاره کمېشن جوړ شو او د تحقيقاتو کولو ورستو رپورټ يې د پنجاب حکومت ته حواله کړو.

XS
SM
MD
LG