د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان پر واده د نواز شریف پسخند


د پاکستان پخوانې وزيراعظم نوازشريف احتساب عدالت ته وړاندې کېدو ورستو مطبوعاتو ته ويلي دي چې د تېرو څلور نيمو کالو نه تحريکونو سره مخ دي او هيڅ چاته به اجازه ورنکړي چې خپله خوښه پرې ومني.

نن د نهې په ورځ د اسلام اباد په احتساب عدالت کې د احتساب قامي ادارې (نېب) لخوا جمع کړې شوي درخواستونو اوريدنه وشوه په دغه موقعه نوازشريف، د هغه لور مرېم نواز او زوم کېپټن رېټايرډ صفدر هم موجود وو.

د اورېدنې پرمهال څلورو (۴) ګواهانو خپل بيانونه ريکارډ کړل او ورستو عدالت د کېس اوريدنه د جنورۍ شپاړسمې (۱۶) نېټې پورې وځنډوله.

د احتساب عدالت ودانۍ نه باهر مطبوعاتو سره خبرو کې نوازشريف په عمران خان ټکونه وکړل او وينا يې وه عمران خان صېب په باره کې به دا وواېم چې دا هغه کس دې چې په کوم لوښي کې خوراک کوي نو بيا په هم هغه کې سوری کوي او څومره د افسوس خبره ده چې د ېوې کورنۍ عزت او ناموس يې خطرې سره مخ کړې او پخپله پټ شوې که واده يې کړې وي نو ولس ته دې ووايي.

د ذکر ده چې د تېرې قريبا ېوې اونۍ راهسې په پاکستاني مطبوعاتو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د درېم (۳) واده خبرونه راروان دي خو ياد ګوند په خپل وضاحتي بيان کې ويلي عمران خان واده نه دې کړې بلکه بشرې مانيکا نومې ښځې ته يې د واده وړاندیز کړی.

احتساب عدالت له هغې وروستو د شريف کورنۍ پرضد مقدمې پېل کړي چې د ۲۰۱۷ کال د جولايۍ پر اتويشتمه (۲۸) سپريم کورټ نوازشريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزيراعظم د څوکۍ لپاره نااهله ګرځولی وو او نېب ته يې امر کړی وو چې د دوي پرضد مقدمې بيا خلاصې کړي.

د سپتمبر په اتمه (۸) نېب د نواز شریف او د هغې د کورنۍ پرضد په احتساب عدالت کې درې (۳) درخواستونه جمع کړل.

د اسلام اباد احتساب عدالت د نېب په درخواستونو لومړۍ اوريدنه د سپتمبر پر ديارلسمه (۱۳) نيټه وکړه او شريف کورنۍ غړي يې په نلسم (۱۹) سپتمبر عدالت ته راوبلل خو په ياده نيټه نوازشريف او ېا د هغې د کورنۍ لخوا څوک هم عدالت ته وړاندې نشول د کوم ورستو چې عدالت اورينه شپږويشم (۲۶) سپتمبر پورې وځنډوله او په ياده نيټه نوازشريف په لومړي ځل احتساب عدالت ته وړاندې شو.

تردې دمه نوازشريف دولس (۱۲) ځله د هغه لور مرېم نواز څوارلس (۱۴) او زوم کپټن رېټايرډ صفدر شپاړس (۱۶) ځله احتساب عدالت ته وړاندې شوي دي.

د نوازشريف او د هغه د کورنۍ احتساب عدالت ته وړاندې کېدو په موقعه د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي وو او د پوليسو ترڅنګ اېف سي ځواک هم موجود وو.

دا وخت د نوازشريف کورنۍ پرضد درې (۳) مقدمې روانې دي چې پکې لومړۍ د لندن ايون فيلډ جائيداد، دوېمه سعودي عرب جدې ښار العزيزيه سټيل مل او درېمه د نوازشريف کورنۍ پنځلس (۱۵) اف شور کمپنيانې لرلو په اړا دي.

XS
SM
MD
LG