د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د يوه صراف درې تنه قاتلین ونیول شول


د ننګرهار چارواکو هغه درې تنه غله د دوشنبې په ورځ د رسنيو په دفتر کې خبريالانو ته وښودل چې کابو دوه اوونۍ وړاندې يې په صرافه بازار کې د یوه صراف په دوکان ډاکه اچولې چې د مزاحمت په صورت کې يې صرافان په ډزو ویشتلي و چې یو تن په کې وژل شوی و او د درې مېرمنو په ګډون په کې څلور تنه ټپیان شوي وو.

نېږدې دوه اوونۍ وړاندې دوه تنو د صرافۍ په يوه دوکان ډاکه واچوله، د صراف په سر يې تفنګچه کېښوده او غوښتل یې له دخل نه پیسې په بیګ کې واچوي، خو صراف يې مزاحمت وکړ چې بلوه ګرو پرې ډزې وکړي، چې په نتيجه کې يې دوه تنه صرافان او درې تنه مېرمنې په کې ټپیان شول، بلوه ګر په تېښته بریالي شول او یو تن صراف په روغتون کې ومړ.


د دغې پېښې د عاملینو د نيولو په موخه په جلال اباد ښار سربېره په ټول افغانستان کې د ډسمبر په اته ويشتمه صرافانو احتجاج وکړ او يوه ورځ يې صرافي وتړله. خو د ننګرهار والي د صرافانو د احتجاج پر وړاندې لوړه وکړه چې که د پېښې عاملين ونه نیول شول دی به استفا ورکړي.


د دوشنبې يا ګل په ورځ د ننګرهار د رسنیو په دفتر کې د دغه پېښې درې تنه عاملين چې د ملي امنيت د منسوبینو په هلو ځلو نيول شوي، د صرافانو د اتحاديې غړو او خبریالانو ته وښودل شول.


په دې موقع د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خبريالانو ته د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل:


"د دغې وحشیانه پېښې طراخ او مشوق فیصل نوميږي چې د کونړ ولایت د ناړۍ اوسيدونکی دی، په جلال اباد کې د صرافۍ دوکان لري او تر څنګ يې بارګين هم لري. دوه کسه نور چې د عزت الله او عبدالله په نومونو دي، عزت الله د جلال اباد ښار اوسېدونکي دي او عبدالله د کونړ ولایت د د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دې درېواړو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی."

د ننګرهار د صرافانو اتحاديې مشر عبدالرحمن هډه وال په عدلي او قضايي ادارو غږ کوي چې مجرمینو ته سخته سزا ورکړي:

" موږ د ولسمشر، قاضي القضات صاحب او لوی څارنوال نه غوښتنه کوو چې دې قاتلینو ته د اعدام سزا ورکړي."

خو د جلال اباد ښار د اصنافو اتحاديې مشر بیا اندېښنه لري چې د پېښې مجرمین به په څه نه څه شکل خوشي شي:

"چې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي، دوی ته وکيل نیول کېږي، وروسته په چل او هنر باندې دا بېرته خوشي کېږي. د دوی هغه د اعدام حکم په بند بدلېږي، د بند حکم يې په بخششي بدلېږي، او بیا خوشي کېږي."

خو د ننګرهار چارواکي وايي چې نه یوازې دا چې نيول شوي مجرمین به محاکمه شي، بلکې هغه امنیتي ساتوونکي چې د پېښې پر مهال يې غفلت کړی و، څارنوالۍ ته ورپيژندل شوي، چې ډېر ژر به هغه هم د رسنيو پر وړاندې ودروي او له عدلي او قضايي ادارو څخه به ورته د سختې سزا غوښتنه هم وکړي.

XS
SM
MD
LG