د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې د داعش وسله والو او افغان ځواکونو نښته شوې


اسعد اباد - د کونړ ولایتي مسوولین وايي د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل په سیمه کې په روانه جګړه کې د اسلامي دولت یا داعش او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمم مشال راډیو ته وویل د داعش وسله والو د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل کې د یکشنبې ورځې سهار شپږ نیمې بجې هلته د پاڅون کوونکو پر پوستو برید کړی:

((نن [یکشنبه] سهار د پاڅون کوونکو او محلي پولیسو پر پوستو برید شوی وو. برید په شا تمبول شوی. لومړي معلومات ښيي چې د داعش یو وسله وال وژل شوی او ۲۲ تنه يي ټپیان دي.))

مصمم وايي په جګړه کې درې افغان سرتېري وژل شوي او۱۳ ټپیان دي.

مصمم زیاتوي سیمې ته ملي اردو، ملې پولیس،عامه نظم پولیس او دچټګ غبرګون ځواکونه رسېدلي، د وسله والو پر مورچو د هېلېکاپټرو بمباري کړې چې تر اوسه یي د تلفاتو په اړه معلومات نشته.

په دیوه ګل دره کې تر هغې وروسته د چمبیل خلکو د اسلامي دولت یا داعش خلاف پاڅون وکړ چې د خلکو په وینا یادې ډلې د استناف څارنوالۍ یو تن کار کوونکی ګل شیرین وواژه او د هغه د قوم خلکو بیا د داعش یو وسله وال په بدل کې وواژه.

رپورټ: روح الله انوري، ازادي راډیو

XS
SM
MD
LG