د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: د عدالتونو یو اړخیزه پرېکړې انتشار زېږوي


اسلام اباد - د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف یو ځل بیا د هېواد پر اعلا عدالتونو تور پورې کړی چې پر ضد یې یو اړخیزه پرېکړه کړې او نااهله کړی یې دی.

شریف د خالي پر ورځ په سرګودې کې یوې جلسې ته په وینا کې تور پورې کړ چې د سپریم کورټ د یوې فیصلې له کبله په هېواد کې انتشار، سیاسي او اقتصادي بحران پیدا شوی دی.

نوموړي د ۲۰۱۷ز کال د جولای هغې فیصلې ته اشاره وکړه چې د پاناما اسنادو له پلټنو پیل شوې وه او بیا په مقدمه کې د شریف د کورنۍ د شتمنیو په اړه د پوښتنو پیدا کېدو له کبله نوموړی د قامي اسمبلۍ له غړیتوبه نااهل شو.

شریف تر فیصلې وروسته د وزیراعظمۍ دنده پرېښوده.

نوموړي جلسې ته وویل، پر ده درغلي نه ده ثابته شوې البته د یوه سازش له کبله د وزیراعظمۍ له څوکۍ ګوښه کړل شو.

شریف وویل، اوس د پاکستان قاضیان د هغه هېواد د اقتصاد خراب حالت ذمه واره دي ځکه چې تر هغې فیصلې وروسته، د ده په وینا، د امریکايي ډالر بیه لوړه شوې.

شریف وویل، د عدالت پرېکړه یو اړخیزه وه، چې ولس نه ده منلې نو د سرګودې جلسه ښيي چې خلک د ده پلویان دي. ده وویل، دا د خلکو ((رېفرنډم)) دی.

د پاکستان سپریم کورټ د شریف د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

په پېښور کې د سیاسي چارو شنونکی پوهاند ډاکتر فخرالاسلام وايي، د نواز شریف دا ډول ویناګانې د انتخاباتي کیمپېن یوه برخه ګڼل کېدای شي.

ټاکل شوې چې د ۲۰۱۸ز په جولای کې په پاکستان کې ټولټاکنې وشي.

د اسلام په خبره، په مهذبو ټولنو کې قانون او ایین مقدم وي او خلک دې ته هڅول چې په کوڅو او سړکونو کې دې پرېکړې کوي، مناسب کار نه دی.

ده د نواز شریف په وینا انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې د عدلیې په اړه داسې څرګندونې نامناسبې دي.

اسلام زیاتوي چې شریف دې انتخاباتي کیمپېن کوي، خو د هېواد پر ادارو دې داسې انتقاد نه کوي چې هغه ایین یا قانون ته زیان رسولای شي.

XS
SM
MD
LG