د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کې د پارلمان اييني موده له ګواښ سره مخامخ شوې'


د پاکستان د سیاسي صورتحال په اړه د ځینو حکومتي وزیرانو او اتحادیانو وینا ده چې که چيرې مخالفو ګوندونو د حکومت ړنګولو لپاره هلې ځلې هم داسې وساتلې نو د سېنېټ انتحابات به پر خپل وخت ونه شي.

په اسلام اباد کې د جمعې پر ورځ په پارلېمان کې له رسنیو سره په خبرو کې د سېنېټ مرستيال مشر مولانا عبدالغفور حیدري ویلي چې پاکستان پيپلز ګوند او پاکستان تحريک انصاف له طاهر القادري سره په ګډه له مارچ میاشت وړاندې حکومت راپرځول غواړي نو په داسې حالاتو کې نوموړي ته نه ښکاري چې پارلېمان دې خپله موده پوره کړای شي.

د حيدري په وينا پارلمان د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي نو باید خپله پنځه کلنه موده پوره کړي. د هغه په خبره واکمن ګوند مسلم لیګ (نواز) هم دا خواهش لري چې پارلمان بايد خپله اييني موده سر ته ورسوي.

بلخوا د پاکستان د کورنيو چارو وزیر احسن اقبال له یو شخصي ټيلي وېژن سره په خبرو کې ویلي چې په موجوده سیاسي صورتحال کې دوی ته نه ښکاري چې د سېنېټ انتحابات په مارچ کې وشي.

په پاکستان کې د سیاسي چارو شنونکي نظر لري چې د مخالفو سياسي ډلو لخوا روان عمل به د پاکستان جمهوریت ته ډېر زيان ورسوي. د دوی په وينا باید ټول سیاسي ګوندونه په ګډه سره د جمهوریت د ودې لپاره کار وکړي.

په پېښور کې د سیاسي چارو شنونکی پروفېسر ډاکټر غلام مصطفی (نن) د شنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې مخالفې ‌ډلې هر څه کوي سمه ده خو کله چې خبره هېواد او ریاست ته راشي نو بیا له زیات احتیاطه کار اخيستل پکار دي.

نوموړی وايي:" چې کله ادارې کمزورې شي نو بیا د هېواد دفاع هم کمزورې کېږي. مطلب دا دی چې کله جمهوریت ته زيان ورسېږي نو د هېواد سلامتیا له خطر سره مخامخ شي."

همدا راز د قانوني او سیاسي چارو يو بل شنونکی شهاب الدین خټک وايي چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت ډېر کمزوری دی تو ځکه حالات تر دې راورسېدل.

نوموړي نن مشال راډيو ته وویل چې مخالفين نه غواړي چې په سېنېټ کې د نواز شریف اکثریت پاتې شي.

نوموړی زیاتوي، "پکار داده چې په موجوده حالاتو کې ټول قوتونه او ټولې ادارې په یوه صف کې ودرېږي او د ايین او قانون نه پرته کارونو پر ځای دې نظام بچ کړي"

په دا وروستیو کې د پنجاب صوبايي اسمبلۍ ځینو غړیو د ختم نبوت په لړ کې بل وړاندې کولو باندې د صوبايي اسمبلۍ له غړیتوب څخه استعغا کړې وه او دا شان د بلوچستان د صوبايي کابينې ځینو غړیو هم له خپلو څوکيو استعفا کړې ده.

XS
SM
MD
LG