د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت: د امريکا وروستۍ پرېکړې هيله بخښونکې دي


د افغان ولسمشر دفتر
د افغان ولسمشر دفتر

د افغانستان حکومت پر پاکستان د امریکا وروستیو فشارونو او دې هېواد ته د سلګونو میلیونو ډالرو پوځي مرستې ځنډولو ته په اشاره ويلي، کابل د هرې هغې پرېکړې هرکلی کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په هدف کېږي.

د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د جعې پر ماښام مشال راډيو ته وویل چې افغان حکومت هیله مند دی چې دا پرېکړې به د افغانستان پر وړاندې د ځینو هېوادونو دریځ بدل کړي.

"موږ انتظار لرو چې دا پرېکړې به په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستو کې مرسته وکړي او د دې سبب به شي چې د افغانستان په اړه د سیمې د ځینو هېوادونو اوسنی منفي دریځ مثبت کړي."

ښاغلي مرتضوي وویل د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي په دې سیمه کې وضعیت بدل کړی دی.

نوموړي په دې اړه چې ایا پر پاکستان د امریکا د فشارونو او د اسلام اباد پر وړاندې د واشنګټن پلان شوي اقدامات له افغان حکومت سره په همغږي شوي او کنه، څه ونه وویل خو وايي چې افغانستان او متحدان يې په شریکه کار کوي او له یوه بل سره مشورې کوي.

د امریکا حکومت ويلي وو چې د وسله والو پر ضد د پاکستان تر 'پرېکنده اقداماتو' کولو پورې ورته د شاوخوا دوه بليونه ډالرو پورې پوځي مرستې ځنډوي. بلخوا پاکستان د امریکا لخوا دې هېواد ته د مرستو د بنديز په غبرګون کې ويلي چې دا پرېکړه به له وخت سره پر مشترکه اهدافو باندې اغېز وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارات د جمعې پر ورځ په يو بیان کې زیاته کړې چې دغه هېواد د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړي دي. په بیان کې راغلي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان زښته ډېره سرښندنه کړې، په دې جګړه کې یې په ۱۵ کلونو کې تر ۱۲۰ اربه ډالره زیات لګښت راغلی او پکار ده چې دغه قرباني یې وستایل شي.

په بیان کې هوډ ښودل شوی چې د خپلو خلکو د ژوند ژغورلو او د سیمې د پراخ ثبات لپاره به خپل ټول وس کاروي.

دغه بيان زياتوي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان او امريکا همکاري د امريکا ملي امنیت او نړيوالې ټولنې ته نېغ په نېغه ګټه رسولې ده.

XS
SM
MD
LG