د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: صنعتکارې مېرمنې د تولیداتو لپاره مارکېټ غواړي


په ننګرهار کې د لاسي صنایعو په برخه کې زیاتې مېرمنې په کار بوختي دي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې د خپلو تولیداتو لپاره ښه بازار او مارکېټ ولري.

دوی له حکومته غواړي چې تولیداتو ته یې بازارموندنه وکړي.

بلخوا د ننګرهار د سوداګرۍ اوصنایعو ریاست مشر وايي، دوی هڅه کوي چې د بازار موندنې تر څنګ صنعتکارو میرمنو ته له مرستندویه موسسو مرستې جلب کړي.

په ننګرهار ولایت کې ګڼې مېرمنې په کوچینو کاروباونو او د لاسي صنایعو په جوړولو بوختي دي خو د خپلو تولیدانو لپاره د بازار نیشتوالی د خپل کاروبار پر وړاندې ستر خنډ بولي.

دوی له حکومته غواړي چې تولیداتو ته يې بازار ومومي.

يوه ميرمن چې په خپل کور کې شات تولیدوي، د نورو اسانتیاوو د نیشتوالي تر څنګ له بازار موندني هم شکايت کوي:

"زما دا پینځه پنځوس صندوق مچۍ دي، د دې پروسس زه په خپل کور کې په ململ ټوټه باندې کوم. زه ماشینونه نه لرم، بوتلونه نه لرم، لېبلونه هم پخپله چاپوم. زه غواړم چې زما صندوقونه ډېر شي، زه يوه فارم لرونکې شم او زما تولیدات خارج ته صادر شي. زموږ لپاره په ننګرهار کې مارکېټ جوړ شي، زموږ لپاره بازار جوړ شي."

د شاتو له مچیو د کورني اقتصاد برابرونکې مېرمن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

​یوه بله میرمن چې د لاسي ګنډولو په برخه کې کار کوي، وايي چې که د ښځو يو ځانګړې مارکېټ ورت جوړ شي، دوی به خپل تولیدات په ښه بيه وپلوري:

” زموږ غوښتنه دا ده چې بازار ته لاسرسي ولرو، زموږ لپار مارکېټونه جوړ شي، زموږ لپاره د ښځو بازار جوړ شي. داسې يو بازار جوړ شي چې موږ ښځينه په هغې کې کار وکړو.”

"د دوی د غوښتنو پر وړاندې د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رياست مشر شېر عالم امله وال وايي چې دوی په دې هڅه کې دي چې له مرسته کوونکو موسسو څخه د میرمنو د تولیداتو د پراختيا لپاره د مرستو جلبلولو تر څنګ د دوی تولیداتو ته بازار هم ومومي."

"موږ کولای شوو چې په نهايي درېيو ورځو کې دوی ته جوازونه ورکړو، اوس هغه قانوني مراحل لنډ وخت کې سر ته رسېږي او برېښنايي شوي هم دي. همدا رنګه دوی سره ډونریا هغه همکارې ادارې چې دوي سره مرستې کوي، له هغوی مرستې جلب شوي او تر ډېره يې د سوداګرۍ او صنایعو رياست کې چارې سر ته رسېدلي دي."

دی د ننګرهار پر ولس غږ کوي چې که د بهرنیو تولیداتو د استعمال پر ځای د کورنیو هغو څخه کار واخیستل شي، نو له یوه پلوه به مو صنعت پیاوړي شي او بل پلو به مو د بهرنيو له احتجاج څخه هېواد ژغورلی وي.

XS
SM
MD
LG