د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ۱۲ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي


د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د جنايي جرمونو پرضد يې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه نور کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.

دوی زیاتوي، په یادو عملیاتو کې يې د چرسو او هیروینو په ګډون یوه اندازه نشه يي توکي هم نیولي دي.

د پنجشنبې ورځې ناوخته خوست امنیه قوماندان مل پاسوال داوود امین مشال راډیو ته وویل، چې پولیسو د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې څلور تنه د قتل، څلور تنه د نشه يي توکو د کاروبار او څلورنور يې د ماین اښودنې په تور نیولي دي.

د خوست امنیه قوماندان زیاتوي، لدې سربیره د پولیسو لخوا ۱۲ تنه په نشو روږدي کسان هم راټول شوي چې هغوی به د درملنې لپاره د معتادینو روغتون ته معرفي شي.

نوموړي وویل، له پولیسو د خلکو مهمه غوښتنه داده چې د نشه يي توکو د کاروبار پر وړاندې جدي مبارزه وشي او په دې برخه کې وروستۍ لاسته راوړنې هم پولیسو سره د خلکو د همکارۍ نتیجه ده.

د یادونې وړ ده لدې مخکې د تيرو لسو ورځو په موده کې يې د پولیسو په وینا د وسله والو غلو د یوې خطرناکې ډلې په ګډون يې ۱۲ نور کسان هم د بېلابېلو جرمونو په نیولي او یوه اندازه وسلې، نشه يي توکي او څو تښتول شوي ګاډي هم د پولیسو لاسته لویدلي دي.

XS
SM
MD
LG