د لاسرسي ځای

تازه خبر

فدايي: د لوګر پوهنتون د اولې دورې ټول فارغان به پر دندو وګماري


چارواکي وايي، چې د لوګر پوهنتون د اولې دورې ټولو فارغانو ته به حکومتي دندې ورکړي او استادانو ته به د هغوی د تجربو د زیاتولو لپاره بهرنیو هېوادنو ته د لنډ مهالو سفرونو زمینه برابره کړي.

د لوګر چارواکو یادې څرګندونې تېره ورځ(پنجشنه) د لوګر پوهنتون له لومړی دورې څخه د ۲۲ نجونو په ګډون د ۵۹ محصلانو د فارغیدو په جشنواره کې وکړې.

د محصلانو د اولې دورې د فراغت په جشنواره کې په ملي شورا کې د یاد ولایت یو شمېر استازو او له لوګره دباندې ګڼو میلمنو هم برخه اخیستې وه.

د لوګر والي حلیم فدايي خبرو کې د ځايي پوهنتون څخه د محصلانو فارغیدل د علم او پوهې په ډګر کې مهم پرمختګ وباله او هیله يې څرګنده کړه چې د یادې تحصیلي موسسې په پراخیدو او د ورته نورو تحصیلي موسسو په ایجاد سره به د لوګر ډیریو ځوانانو او پیغلو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شي.

ښاغلي فدايي وویل، د لوګر پوهنتون د اولې دورې ټول فارغان نجونې او ځوانان به د یو کال په موده کې پر حکومتي دندو وګماري.

ده ژمنه وکړه، چې د پوهنتون استادانو ته به د تجربو د حاصلولو لپاره د یو شمېر بهرنیو هېوادونو پوهنتونو ته د لنډ مهالو سفرونو زمینه برابره کړي.

د لوګر والي د افغان حکومت مشرتابه ته وړاندیز وکړ، چې هغوی دې په ولایتونو کې پوهنې او پوهنتون ته اساسي خدمت کول د والیانو د کاري ارزیابۍ په شاخص بدل کړي.

بل لوري ته د لوګر د پوهنتون فارغان پدې خوشاله دي، چې لوګر هم د هغو ولایتونو پر قطار ورګډ شو، چې تر دې وروسته به هر کال له پوهنتون څخه د لیسانس په کچه فارغان ولري.

دوی نور پیغلې او ځوانان هم وهڅول چې د ثانوي دورې تر زده کړو وروسته پوهنتونونو ته ولاړ شي.

د لوګر پوهنتون رييس وحیدالله عبدالرحیمزی وايي، چې د اړوندو ادارو په همکارۍ پدې کال کې د محصلانو او استادانو د ترانسپورټ ستونزه هواره شوې، خو د لوګر پوهنتون د چاردیوالۍ او ماسټر پلان جوړول همدارنګه یاد پوهنتون ته د غځیدلي سړک پخول د پوهنتون په مهمو اړتیاوو کې راځي.

یاده دې وي لوګر پوهنتون اوسمهال یوازې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې څلور څانګې لري، خو د چارواکو په وینایاد پوهنتون ته د کرنې پوهنځي تشکیل هم ورکړل شوی دی.

د لوګر پوهنتون دا مهال ۵۰۵ تنه محصلان لري اوپه نوي کال کې به د کرنې پوهنځي لپاره هم محصلان جذب کړي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په اسلام اباد کې د عاشورې ورځې مراسم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:34 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG