د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کې مذهبي ازادي نه پامالېږي'


پاکستان د امریکا هغه اعلان رد کړی چې په هېواد کې یې د مذهبي ازادۍ د حقونو سرغړونه کېږي.

تېره ورځ د امریکا بهرنیو چارو محکمې لخوا خپور شوې خبرپاڼه کې ویلې شوې و چې د مذهبي ازادۍ د حق نه د سرغړونې یا پامالۍ په بنیاد یې پاکستان د څارنې نوملړ (واچ لسټ) کې اچولی دی.

د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان مذهبي چارو مرکزي وزیر سردار محمد یوسف وویل چې د پاکستان این او قانون ټول مذهبونه ته ازادي ورکوي.

ده وویل چې امریکا تورونه لګوي.

'دا د هغوی غلط فهمي ده، هېڅ سرغړونه نه کېږي او دلته چې څومره مذهبي ازادي ده نو دومره بل چرته به نه وي او دا حقیقت دی دلته چې څوک بهر نه راغلي دي نو هغوی کتلې هم ده.'

ده وویل چې د مذهبي همغږۍ په اړه ۲۰۱۵ کال کې موږ چې کومه غونډه رابللې وه نو د یورپ نه چې کوم خلک راغلي ول نو هغوی هم وکتل. امریکا له خپل نقطه نظره خبرې کوي چې له حقیقت سره یې هېڅ تعلق نه شته.

د امریکا بهرنیو چارو محکمې خبرپاڼه کې ویل شوي ول چې نن ځینې حکومتونه خلک د خپل مذهب او عقیدې مطابق د چلولو کوشش کوي.

د خبرپاڼې ترمخه چې د نړۍ په ځینو برخو کې د مذهبي ازادۍ د حق استعمال او د اعتقاد لرلو په لړ کې په ناانصافه طریقه سزاګانې ورکول کېږي او په بند کې ساتل کېږي.

بلخوا د بشري حقونو لپاره کارکونکې د غېر سرکاري کمیشن اېچ ار سي پي مشر ډاکټر مهدي حسن وایي چې په پاکستان کې د قانون مطابق ټولو وګړیو ته د برابرۍ حقونه او موقعې ورکړل شوي دي.

'کوم خلک چې د مذهب په نوم سیاست کوي نو د هغې له وجې ځینې مسلې ضرور پیدا شوې دي لکه په خاصه توګه ځینې ټولنې داسي دي چې پکې د جماعت احمدیه حواله ورکول کیدای شي چې ورسره زیاتی کېږي. خو په عمومي توګه په پاکستان کې د قانون صورتحال ښه دی، داسې د اندېښنې وړ خبره نه شته.'

د ډاکټر مهدي حسن په وینا که د این او قانون مطابق عمل وکړې شي نو بیا به چاته د شکایت موقع نه وي.

د مذهبي ازادۍ حق سرغړونې په بنیاد د څارنې نوملړ کې د پاکستان نوم په داسي وخت کې شامل کړل شوی دی چې امریکالخوا په پاکستان د وسله والو ضد ګامونو نه اوچتولو په اړه سخت تنقید شوی او پوځي امداد یې درولی دی.

XS
SM
MD
LG