د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده مجلس عمل کې د فاټا پر سر اختلاف ختمولو هڅې


د قبايلي سيمو د راتلونکې د څرنګوالي په اړه د ناندریو ختمولو په غرض جوړه کړل شوې د متحده مجلس عمل کمېټۍ به په درېو ورځو کې دننه د ياد اتحاد مرکزي کمېټې ته خپلې سپارښتنې وړاندې کوي.

د اختلاف ختمولو لپاره جوړه کمېټې کې د متحده مجلس عمل د ۵ واړو ګوندونو د خيبر پښتونخوا مشران شا مل دي.

متحده مجلس له جميعت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې، جماعت اسلامي، جمعت علمای پاکستان، تحريک اسلامي او مرکزي اهلحديث له ګوندونو جوړ دی.

يادو ګوندونو کې يواځې جميعت علمای اسلام ف او جماعت اسلامي د فاټا د راتلونکې د فيصلې په څرنګوالي اختلاف لري.

د جمعيت علمای اسلام ف د خيبر پښتونخواوياند جليل جان وو چې د خپل ګوند د دريځ په اړه مشال رېډيو ته وويل:

"موږ د اصلاحاتو ملاتړ کوو، فاټا کې د ټولو پرمختيايي کارونو ملاتړ کوو خو موږ غواړو چې د فاټا د راتلونکې تر فیصلې وړاندې بايد له قبايلي ولسه ټولپوښتنه وشي، ولس چې هره فيصله وکړه موږ به يې ملاتړ کوو."

بلخوا جماعت اسلامي د فاټا او د خيبر پښتونخوا د يو کولو لپاره تحريک پېل کړی او څو څو وارې یې دغه احتجاجي مظاهرې هم کړې دي.

د جماعت اسلامي د خيبر پښتونخوا امير مشتاق احمد خان مشال راډیو ته وويل چې د قبايلي سيمو د ستونځو هواری تر ټوله غوره لار د يادو سیمو په خېبر پښتونخوا کې ګډول دي.

"موږ به کوشش کوو چې جميعت علماء اسلام (ف) ډله د فاټا په انضام رضا کړو، زموږ تر مينځه اختلاف به د متحده مجلس عمل په سفر بد اغېز کوي نو موږ غواړو چې دا اختلاف ختم شي او متحده مجلس عمل په ښکلي طرز مخکې ولاړ شي."

جميعت علماء اسلام سميع الحق ډله دا ځل د ديني جماعتونو په اتحاد متحده مجلس عمل کې نه ده شامله، ياد ګوند فاټا له خېبر پښتونخوا سره د ورګډولو ټېنګ ملاتړ کوي او پاکستان تحريک انصاف سره يې د راروانو ټولټاکنو لپار د سياسي اتحاد اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG