د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان کډوال ۳۰ ورځې نور ایسارېدلی شي'


د پاکستان وفاقي کابينې په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو ایسارولوموده ۳۰ ورځې نور غزولو منظوري ورکړې ده.

دا پرېکړه د چارشنبې په ماښام د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د وفاقي کابېنې غونډه وشوه او دا ویل شوي چې له يو اين اېچ سي ار او نړيوالو ادارو سره به د افغان کډوالو خپل وطن ته په ژر ستنولو خبرې کوي.

واضحه دې وي چې په پاکستان کې مېشت رجسټر افغان کډوالو موده د ۲۰۱۷ ز کال ډیسېمبر په ۳۱ نېټه تر سره شوې وه.

د سيفران وزير وزير اعظم ته د کډوالو موده تر ۲۰۱۸ دسمبر غزولو تجويز وړاندې کړی وو خو پي او ار کارډ لرونکيو کډوالو ته تر ۳۰ ورځو وخت ورکړل شو.

په دې اړه د سيفران مملکت وزير غالب خان وزير مشال رېډيو ته ووېل چې دمګړۍ يې دغه کډوالو ته د ديرشت ورځو وخت ورکړی خو د دې پس به په دې مشوره کوي چې ايا د اموده زياته کړي او که نه۔

''د دې يو مياشت موده غځولو پس به زموږ مشران په دې بيا کېني او موږ به بيا په دې مشوره کوو، د حالاتو مطابق موږ فېصلې به کوو ځکه چې موږ ته خپله هم په ملک کې مشکلات رامخې ته دي ځکه چې د خپل ملک د سلامتيا خيال به هم ساتو خو غواړو چې که دوي خپل هېوادته ستانه شي نو دا دوي لپاره هم د خېر خبره ده،او موجوده فېصله د دواړو ملونو ګټې ته په کتو شوې ده.''

بل خوا د پاکستان خارجه دفتر ويلي دي چې افغان کډوال زموږ ميلمانه دي هغوي به کله هم په زور نه استول کېږې خو د کډوالو نه هم دا تمه لرل کېږي چې هغوي به خپل وطن ته واپس ځي پاکستان اوس تر ډېرې مودې پورې پخپله خاوره کډوال نشي ساتلې

خو په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ د کډوالو چارو مشر عبدالحميد جليلي مشال رېډيو ته ووېل چې د کابينې فېصؒله د هغوي د توقعاتو نه مختلفه ده ځکه چې په دومره زيات شمېر کې کډوال په يو مياشت کې استول ګران دي

د نوموړي په وېنا چې هغوي د کابينې فېصله مکمله لولي او د هغې پس به د اعلی چارواکو پشمول د پاکستان حکومت سره خبره کوي

''د پاکستان حکومت چې زموږ کډوالو ته ۳۰ ،۳۵ کاله ځايې ورکړو په دې موږ د دوي شکريه ادا کوو،خو د کابېنې چي کومه فېصله راغلي ده موږ ته تر لاسه شوې ده زموږ د توقعاتو نه بدله ده ځکه چې دا داسې نه وه،د ترکي په ښار استنبول کې درې اړخېزه غونډه کې پاکستان دا موده تر ۲۰۱۸ ګحولو ويلي وو او ويلي وو چې دا به کابينه منظوروي۔په دې اړه به زموږ مشران ،دکډوالو وزارت او افغان سفارت به خپل نظر شريکوي او بيا به څه نظر څرګندوو.''

د مګري ملتونو د کډوالو ادارې يو اين اېچ سي ار ترمخه کال ۲۰۱۷ کې ۶۵ زره راجسټر شوي کډوال پخپله خوښه د پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي او دولس لکو نه زيات اوس هم په پاکستان کې ژوند کوي

د پېښور افغان کونسلګرۍتر مخه بل خوا د نا رجسټرډ شوو کډوالو د رجسټرد کولو مرحله هم راونه ده چې پکې تر دې دمه 5 لکو پورې افغان کډوال رجسټرډ شوي دي.

XS
SM
MD
LG