د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان او افغانستان سوداګري زیاته شوې ده'


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په تجارت کې وده شوې ده.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل وینا وه چې ځېني عناصر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت د کموالي او د دې نورو ملکونو ته د منتقلۍ ناسم خبرونه خپروي.

ډاکټر محمد فېصل په وینا چې دا تجارت د ۲۰۱۵م کال په نسبت ۲۰۱۶-۱۷م کال ښه و.

ده وویل," تېر کال نه یوازې پاکستان نهه فیصده وریژې افغانستان ته لیږلې بلکې د افغانستان تازه مېوه پاکستان ته راغلې او نورو ملکونو ته زموږ له لارو رسیدلې."

نوموړی وايي،” پاکستان به د دواړو ملکونو ترمنځ تجارتي اړیکې ښې کولو او اسانتیاوې ورکول جاري ساتي او د خپلې خاورې په ذریعه به افغان ټرانزټ ټرېډ لپاره ضروري مرستې پراخوي.”

فېصل زیاتوي،” موږ د افغانستان له چارواکو سره د تجارت په اړه خبرې هم کوو او غواړو د دواړو ملکونو ترمنځ د تجارت لپاره ټرانزټ ټرېډ کواپرېشن اتارټي غونډه ژر پيل کړو چې د پاکستان له لارې د افغانستان تجارت لپاره نور هم سهولتونه ورکړل شي.”

د نوموړي په وینا," د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر له میاشتې نه د ۲۰۱۷م کال د نومبر میاشتې پورې پاکستان ته د افغانستان په برامداتو کې ۱۱۸،۲۵فیصدي اضافه شوې."

ده دا هم وویل," چې د افغانستان حکومت او دواړو ملکونو ترمنځ جواینټ چېمبر اف کامرس په درخاست پاکستان ته د تازه میوو تجارت شوې او دې لپاره ځانګړۍ لارې هم جوړې کړل شوې وې."

خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې خرابیدو پس تېر کال اکتوبر میاشت کې د دواړو ملکونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمیشن غونډه د ځنډ ښکار شوې وه.

د کابل لخوا غوښتنه کیده چې هند دې هم د تجارت په معاهدو کې شامل کړې شي.

دې لړ کې د اقتصادي چارو کار پوه اکرام هوتي وایي چې د دوه ملکونو ترمنځ تجارت د ښه اړیکو سره تړل شوې وي.

دې زیاتوي،" که د دواړو ملکونوترمنځ ثبت شوې تجارت شوی او پکې اضافه شوې نو مطلب دا شو چې ټراسپورټ ته هم فایده شوی، بانک ته هم شوې لکه که څوک ډېر مال وړي او د بانکونو نه قرضې اخلي نو د دې مطلب دا شو چې هلې ځلې درې واړو څانګو کې روانې دي او که په ټرانسپورټ، سامان او سرمایه کارۍ کې ښه والې راغلې وي نو دا خوشبینه خبره ده."

ياده دې وي چې د جی اي سي يا ګډ اقتصادي کمېشن غونډه په ۲۰۱۵م کال په نومبر مياشت کې په اسلام اباد کې شوې وه.

XS
SM
MD
LG