د لاسرسي ځای

که څه هم په خوست کې د کرنیزو ځمکو د خړبولو لپاره د کافي اوبو نشتون له مهمو ستونزو څخه بلل کیږي، خو ځايي چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د اوبو د شته سرچینو اساسي مدیریت او تنظیم يې په کاري لومړیتوبونو کې دی.

نن د پنجشنبې په ورځ خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په نادرشاه کوټ کې د اوبو د دوه سربندونو د کار د پیل په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې دوی به د اوبو د مهارولو په پروژو کې هم هغو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړي، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې له پرمختګونو محرومې پاتې شوې دي.

ده په ځانګړي ډول نادرشاه کوټ، سپیره، موسی خېل، قلندر، صبري، تریزي او باک هغه زیانمنې ولسوالۍ یادې کړې، چې د پرمختیايي پروژو پلي کول په کې د ځايي ادارې په کاري لومړیتوبونو کې دي.

د نادرشاه کوټ د کپړي کلي او د مرکز اړوند څړبني د اوبو د سربندونو پروژې چې د سویس د پراختیايي ادارې په مالي لګښت د خواوشا ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، دولس سوه جریبه ځمکه خړوبوي، چې د اتو میاشتو په موده کې به يې چارې بشپړې او سلګونه کسان په کې د فني او غیر فني کارګرانو په توګه کار وکړي.

د خوست چارواکي وايي، چې د یادو پروژو په پلي کیدو سره به له یوې خوا سلګونه جریبه ځمکو ته دوامداره اوبه پیدا شي او بل لوري ته به د کرنیز پیداوار په ډېريښت کې هم ګټور تمام شي.

د نادرشاه کوټ ولسوال جمالناصر وايي په یاده ولسوالۍ کې د خلکو اړتیاوې ډېرې دي او نورې ورته پروژې هم باید پلي شي.

نوموړی په ځانګړي ډول د نادرشاه کوټ روغتون ته د طبي پرسونل د تشکیل منظوري، هلته د نجونو لپاره د یوې لیسې ایجاد او د ګیډورې او کپړي کلي تر منځ د یو پل جوړولد اساسي اړتیاوو په توګه یاد کړل.

د لیړې کلي اوسیدونکی حاجي خیال ګل وايي، چې نادرشاه کوټ کې ډاډمن امنیت شته، خلک يې د حکومت سره همکاره دي، خو بیا هم هلته د پام وړ د بیارغونې کارونه ندي شوي.

د حاجي شریف په نوم د نادرشاه کوټ یو بل تن سپین ږیری د کپړي کلي د جوړیدونکي سربند د ارزښت په باب وايي، چې پدې خوړ باراني موسمونو کې حتی په ورځ کې دوه، درې ځلې سیلاب راځي او سربند وړي، چې په هر ځل تړولو يې پر کلیوالو لس پنځلس زره روپۍ لګښت راځي.

کتونکي وايي، سره لدې چې خوست د کال په یو شمېر موسمونو کې شړکنده او تیز بارانونه او سیلابونه لري، خو د اوبو د منظمو ذخیرو او پخو سربندونو د نشتون له کبله زیان يې خوستوال برداشت کوي او ګټه يې ښکته له سرحد هغه لوري ته رسیږي.

مالومه شي، د خوست ځايي اداره د باراني اوبو د مهارولواو د اوبو د شته سرچینو په مدیریت کې خپلې ژمنې تر کومه عملي کولای شي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG