د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په جنازه کې د قربانانیانو وارثانو سره مرسته وشوه


جلال اباد: د تېرې یکشنبې په ورځ چې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند مقام خان هديره کې د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې وه، اتلس تنه ولسي وګړي په کې وژل شوي وو او دولس نور ټپیان شوي وو.

د سېشنبې په ورځ له کابل څخه ننګرهار ته يو پلاوی راغلی و او د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا يې د تسلیت د پېغام تر څنګ د وژل شويو وارثانو ته سل، سل زره او د ټپیانو ته پنځوس پنځوس زره افغانۍ د مساعدت په توګه ورکړې.


د جلال اباد په مقام خان هدېره کې د جنازې په مراسمو کې وژل شويو او ټپیانو ته د ولسمشر محمد اشرف غني د تسليت او ډاډ ګېرنې پيغام د شخړو د حل په برخه کې د ولسمشر سلاکار قمرالدین شينواری چې د يوه پلاوي په ملتیا په همدې موخه جلال اباد ته راغلی وړاندې کړ.

نوموړي د پېښې د قربانيانو وارثان د ښاروالي ميلمستون ته وربللي وو او د ولسمشر د تسليت او ډاډګيرنې د پېغام تر څنګ يې هغوی سره نغدي مرستې هم وکړې. په دې موقع نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( د ننګرهار د وروستۍ غمیزې په ارتباط د جلالت ماب ولسمشر له خوانه د دغې پېښې د شهيدانو او ټپیانو سره څه مساعدت او کمک شوی و چې زموږ په ذریعه باندې يې د شهيدانو هر يو وارث ته سل زره افغانۍ او ټپیانو ته پنځوس زره افغانۍ مساعدت د ولسمشرۍ د مقام له خوا وشو.))

​د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل هم په دغه غونډه کې د پېښې د قربانيانو وارثانو ته د تسليت او ډاډګېرنې پېغام وړاندې کړ، نوموړي په خپلو خبرو کې له ولسمشره مننه وکړه چې په ډېر لږ وخت کې يې د پېښې د قربانیانو وارثینو ته پام اوښتی دی:

(( په دې برخه کې چې کوم مساعدت کېږي موږ په دې خوشاله یوو چې په ډېر کم وخت کې تر سره شو. زه پوهېږم چې د دې مادي ارزښت دومره نه دی چې زموږ غم او درد له منځه يوسې، خو یو تسکين راته راکوي چې مشرانو زموږ د غم او درد پوښتنه وکړه.))

په دغه پېښه کې دوه سره ورونه داسې هم وژل شوي وو چې په مقام هديره کې به یې د اجرې په بدل کې قبرونه ایستل، د دغو وژل شوي دريم ورور مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( زما نوم شمال خان دی، موږ درې ورونه وو، دلته مو ګورکني کوله، موږجنازه کې ولاړ وو، انفجار وشو او هغوی دواړه شهيدان شول. له هغوی نه واړه واړه بچي پآتې شول، پینځه د يوه دي او پينځه د بل دي. د خدای اسرې ته پاتې دي او ما ته پاتې دي، زه هم ګورکن یم.))

یو تن دولس کلن زلمی چې پلار يې په جنازه کې د چاودنې له امله وژل شوی و، وايي چې په مرسته شويو پیسو به ځانته روزګار جوړوي او د خپلې کورنۍ ساتنه به کوي:

(( زما نوم عادل دی، په اوم صنف کې يم. پلار مې د مقام خان په هديرې کې شهيد شو. مشر زه یم، پينځه خویندې او دوه ورونه یوو. دوه میاندې مې دي. موږ سره چې کومه مرسته حکومت کوي، دا به زه په يوه وړوکي کار بندوم چې چاته محتاجه نه شوو او چا ته لاس ونه نیسو.))

د بهسودو په مقام خان هديره کې دا چاودنه د هسکې مېنې د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې په مراسمو کې شوۍ وه چې اتلس تنه ملکي وګړي په کې وژل شوي وو او دولس يې ټپیان کړي وو.

XS
SM
MD
LG