د لاسرسي ځای

تازه خبر

'فاټا اصلاحات عملي کړئ، ګنې بیا احتجاج کوو'


د قبايلي ځوانانو جرګه وايي چې د فاټا اصلاحاتو نه عمليکولو پرضد به د جنورۍ په پنځمه (۵) د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته په لاسونو کې د زولنۍ اچولو مهم شورو کوي او د جنورۍ په نهمه (۹) نېټه يې ټول ګونديزه غونډه رابللې ده.

د قبايلي ځوانانو جرګه چې په نهه (۹) سياسي او اتلس (۱۸) د زده کونکېو او غیر سياسي تنظيمونو مشتمله ده مرستيال چېرمېن فرهاد علي یې مشال راډيو ته وويل چې پخواني وزيراعظم نوازشريف په ۲۰۱۵ کال کې په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره پنځه (۵) کسيزه کمېټۍ جوړه کړه او ېادې کمېټۍ د قبايلي سيمو د دورو ورستو خپل راپور حکومت ته وړاندې کړو او د ۲۰۱۷ کال په مارچ مياشت کې وفاقي کابېنې د دغه راپور منظوري هم ورکړه خو د دې باوجود حکومت تر اوسه اصلاحات عملي نه کړل.

د نوموړي په وينا چې موجوده وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نه علاوه د سياسي ګوندونو مشرانو سره يې اصلاحات عملي کولو لړ کې ملاقاتونه وکړل او ټولو ورته باور هم ورکړو خو کال تېرېدو باوجود تروسه څه پرمختګ په نظر نه راځي نو خپل حق اخستو لپاره يې په احتجاجي مظاهرو لاس پورې کړي.

د ذکر ده چې اصلاحاتو کې د ځنډ پر ضد قبايلي ځوانانو جرګې د دسمبر شپږويشتمې (۲۶) نېټې نه د ملک په ېو شمير پرېس کلبو کې لاس ليک (دستخط) مهم هم شورو کړي دي.

د سېفران وزير مملکت غالب خان وايي چې شپه په شپه اصلاحات نه شي عملي کېدلې دا به لږ وخت اخلي نو د فاټا ځوانانو جرګې سره سره سياسي ګوندونو ته هم خواست کوي چې تندۍ نه دې کار نه اخلي ځکه چې د فاټا حالات د ټولو په وړاندې دي هلته د ترقياتي کارونو ضرورت دی او حکومت دا منصوبه لري چې لومړی په فاټا کې ترقياتي کارونه وکړي.

د يادونې ده چې قبایلي سیمو د مشرانو ترڅنګ د ملک سیاسي او مذهبي ګوندونه په فاټا اصلاحاتو سره وېشل شوي دي.

د فاټا ځوانانو جرګې سره سره، فاټا سياسي اتحاد، فاټا د وکيلانو اتحاديه، عوامي نېشنل ګوند، پاکستان تحريک انصاف، پاکستان پيپلز ګوند او جماعت اسلامي پشمول یو شمېر نور ګوندونه د فاټا نه منتخب ځنې پارلېماني استازي او ځينې قبايلي مشران فاټا د خېبرپښتونخوا برخه جوړولو غوښتنه کوي نو بل پلو فاټا سپريم کونسل چې پکې جميعت علماء اسلام ف، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، فاټا صوبې غورځنګ (فاټا پراونس موومنټ)، فاټا ګرېنډ الاینس او ځنې منتخب پارلماني استازي او قبايلي مشران شامل دي د ځان له صوبې غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG