د لاسرسي ځای

تازه خبر

’جماعت الدعوه دې چندې او بسپنې نه راټولوي‘


حافظ سعيد
حافظ سعيد

پاکستان حکومت په نړيواله کچه د ناقانونه ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه پشمول پر يوشمېر نورو ډلو باندې د هر ډول مالي مرستو راټولو او ټولنیزه هلو ځلو کولو باندې بندېز لګولی دی او ویلي یې د حکمنامې سرغړوونکي به يو کروړ روپیو جرمانه کېږي.

رويټرز اژانس هم په خپل یوه راپور کې کښلي، د پاکستان حکومت پلان لري چې له حافظ سعيد سره د تړاو لرونکیو مالي اثاثو او خيراتي ادارو کنټرول په خپل لاس کې واخلي. د امريکا حکومت دغه اسلامپاله مشر ترهګر ګرځولی دی.

د مشال راډيو خبریاله وايي چې د اسلام اباد ضلعي انتطاميې د حکومتي حکمنامې له خپرېدو سره سم د ناقانونه ډلو پرضد کاروايي پیل کړې.

د اسلام اباد مرستیال کمېشنر کېپټن مشتاق احمد زموږ له خبریالې رفعت انجم سره په خبرو کې ویلي چې د بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونو په وینا يې په اسلام اباد کې د دې ډلو په هلو ځلو بندېز لګولی دی.

د ده په وینا دې لړ کې په اسلام اباد کې ۱۴۴ دفعه نافذه کړل شوې ده چې له ناقانونه ډلو سره تړاو لرونکي کسان ونیسي.

''پر ناقانونه ډلې له وړاندې بندېز وو او موږ یې څارنه هم کوله خو د کورنيو چارو او بهرنيو چارو وزارت لخوا موږ ته احکامات راغلي چې څارنه یې نوره هم زياته کړئ. داخلې وزارت هم د دې څارنه کوي خو موږ دا ګامونه يقيني کولو لپاره ۱۴۴ دفعه لګولې ده چې د دوی هر قسمه چنده راغونډلو، سماجي، مذهبي هلې ځلې یې ودرول شي يا دوی چېرته د چندې راغونډولو لپاره پېټۍ و نه لګوي، چېرته کېمپ يا بېنرې په ښار کې و نه لګوي او که چېرې دوی سرغړونه وکړي نو موږ یې نيولی شو.''

د خبري ايجنسۍ رايټرز مطابق په دې لړ کې د پاکستان داخله وفاقي وزير احسن اقبال ويلي دي چې پاکستان د ټولو ناقانونه ډلو چنده او مالي مرستې بندولو امر کړی دی د دې مقصد څوک خوشالول يايوه مخصوصۀ ډله هدف کول نه دي بلکې په نېشل اېکشن پلان عمل درآمد کولو لپاره په ټول ملک کې دا کاروايانې روانې دي.

د امريکا حکومتد حافظ سعيد خيراتي ادارې جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډېشن دواړه د لشکر طيبه ترهګرې ډلې بېل مخونه ياد کړي دي. حافظ سعيد دا ډله په ۱۹۸۷م کال کې جوړه کړه چې امريکا او هند په ۲۰۰۸م کال کې په ممبي کې په ترهګرو بريدونو تورنه کړې ده. په هغو بريدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي ول. خو حافظ سعيد پکې له ښکېلتیا انکار کړی او د پاکستان يو عدالت هم هغه بې ګناه ګرځولی دی.

XS
SM
MD
LG