د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د وکیلانو احتجاجونو ګڼې مقدمې ځنډولې دي"


اسلام اباد - د پاکستان د لاهور هایکورټ چیف جسټس ویلي په ۲۰۱۷ز کال کې د پنجاب وکیلانو د درو لویو هړتالونو له وجې عدالتي کارروایي متاثره شوې ده.

د اتوار په ورځ یوې غونډې ته د لاهور هایکورټ چیف جسټس منصور علي شاه وویل، که د وکیلانو د هړتالونو په لاملونو رڼا واچول شي نو څه کوټلې مقصدونه یې نه ښکاري.

ده وویل، د مسلو هواري لپاره وکیلانو ته له عدالت سره رابطه کول پکار ده. خو ایا واقعي عدالتي کارروایي یوازې د وکیلانو د هړتالونو متاثرېږي.

په دې لړ کې د قانوني چارو پوه اېډوکېټ نور عالم خان د لاهور هایکورټ چیف جسټس سره اتفاق نه کوي او وایي، د مقدمو د ځنډ بنیادي وجه د وکیلانو هړتالونه نه دي، بنیادي وجه دا ده چې د ججانو شمېره لږه ده، دوېم ځېني قاضیان اهلیت نه لري بل چې کوم د کاربندیزونو خبره ده هغه دا چې د ججانو انتظامیې کومې فېصلې کړي دي نو هغه غلطې فېصلې وې چې له وجې یې هړتالونه شوې وه.

خو د قانوني چارو پوه قاضي انور وایي چې د ټولنۍ غوندې وکیلان هم د تشدد خوا ته روان دي او دوی خپل کار خطا شوی.

په قانون کې د وکیلانو اېکټ وایي چې یو وکیل به مهذب او عاجز طبعیت وي او په چا به رعب او فشار نه اچوي او کار یې دا دې چې خلکو ته انصاف ورکړي او خلکو ته دا اوښايي چې قانون به څنګه وي او که وکیل خپله قانون مات کړي نو بیا به وکیل بل ته څنګه وایي چې د قانون احترام وکړه.

د قانوني چارو پوه او د لاهور هایي کورټ پخوانی جج شاه خاور وایي چې د وکیلانو هړتالونه یو وجه کېدای شي خو د انصاف اوږد عمل په ګډون نور ډېر داسې لاملونه شته چې هغې له وجې نه یوازې پنجاب بلکې د ملک هر برخه کې مقدمې د ځنډ ښکار دي.

نوموړی وايي، په قامي کچه د یوې لوی جرګۍ ضرورت دی چې په هغې کې حکومت، انتظامیه او عدلیه هم وي چې هغې د مقدمو د ځنډ په مسلې خبره وکړي او په دې معاملې یو جامع پالیسۍ جوړه شي.

ده وویل، دا شان په قوانینو کې ترمیم وکړي او د شخړو هوارۍ د ادارو مرسته هم ترلاسه کړي.

د قانون پخواني وزیر زېد حامد د تېر کال په مارچ کې پارلېمان ته ویلي ول چې د وژلو، تښتولو او د ترهګرۍ څه د پاسه دوه لاکه کېسونه د ملک په هایکورټونو کې د ځنډ ښکار دي خو بلخوا د قانوني چارو کار پوهان د ځنډ ښکار قضیو شمې شاوخوا شپږ لاکه ښيي.

XS
SM
MD
LG