د لاسرسي ځای

تازه خبر

فلسطين له اسلام اباده خپل استازی وربللی دی


فلسطين په پاکستان کې ميشت خپل سفير وليد ابو علي له هغه ورستو وربللی دی چې نوموړي د تېرې جمعې په ورځ د ناقانونه ډلې جماعت الدعوه د مشر حافظ سعيد په موجودګۍ کې د دفاع پاکستان کونسل په غونډه کې ګډون کړې وو.

حافظ سعيد چې د تېرې څه مودې راهيسې نظر بند وو، تېره مياشت د عدالت په حکم يې نظربندي ختمه شوه.

د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې ويلي چې په پاکستان کې ميشت سفير يې د بېت المقدس په حق کې را اېستل شوي لارېون کې ګډون يوه غير ارادي تېروتنه ګڼي ځکه چې په لارېون کې هغه خلک هم موجود وو چې ورباندې د وسله والو سره د مرستو تورونه دي او د دغې تېروتنې له وجې د فلسطيني ادارې مشر خپل سفير ته په سمدستي توګه له پاکستانه د بېرته ورتلو حکم کړی دی.

د تېرې جمعې په ورځ د فلسطين سفير وليد ابو علي د پنډۍ په لياقت باغ کې د دفاع پاکستان کونسل له لورې د بېت المقدس د ساتنې په نوم کنفرانس کې ګډون کړی وو چې پکې د نوموړي په څنګ کې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد ناست وو.

د تېرې جمعې په ورځ د فلسطين سفير وليد ابو علي د پنډۍ په لياقت باغ کې د دفاع پاکستان کونسل له لورې د بېت المقدس د ساتنې په نوم کنفرانس کې ګډون کړی وو چې پکې د نوموړي په څنګ کې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد ناست وو.

د حافظ سعيد تنظيم جماعت الدعوه په پاکستان کې ناقانونه ګرځول شوې او ملګري ملتونه، امريکا او هند يې ترهګره ډله بولي.

هند تور پورې کوي چې حافظ سعيد د پخوانۍ وسله والې ډلې لشکر طيبه په وسيله په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ م کال حملې پلان کړې وې چې پکې ۱۵۰ زيات کسان وژل شوي ول.

د فسطين د بهرنېو چارو وزارت په بېان کې ويل شوي چې دوی د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د هند ملاتړ کوي او په نړيواله کچه د فلسطين پرضد د اسراييل د تېريو خلاف د نوي ډلي د پلوي مننه کوي.

په ملګري ملتونو کې بېت المقدس ته د امريکا د سفارتخانې لېږدلو خلاف چې کله د ډېسېمبر پر شلمه پرېکړه ليک وړاندې شو نو هند د فلسطين په ملاتړ کې رايه ورکړه.

بل خوا د پاکستان د بهرنو چارو وزارت د فلسطيني استازې دفاع کړې ده او په خپل ېو بيان کې وېلي دي چې د فلسطېن ولس سره د ېووالي لپاره په شويو غونډو کې د وليد ابو علي د فعاله برخې اخستو هرکلی کوي.

که پر پاکستان د فلسطين د استازي د وربللو ګام ښه نه وي لګېدلی نوبيا پکار ده په داسې غونډو کې هغو کسانو ته د ګډون اجازه ور نکړي چې په نړيواله کچه مطلوبه وي. ډاکټر سرفراز

په بېان کې ويل شوي چې په پاکستان کې د امريکا د فيصلې پرضد يو شمېر لاريونونه او مظاهرې شوي چې پکې د فلسطين استازي ګډون کړې وو او د جمعې په ورځ شوې لاريون هم ددې لړۍ برخه وه چې پکې په زرګونو خلکو ګډون وکړ او حافظ سعيد په شمول تر ۵۰ زياتو کسانو ويناګانې وکړې.

خو د بهرنو چارو پوه ډاکټر سرفراز خان وايي چې د يوه هېواد سفير بايد په داسې غونډو چې پکې د نړيواله کچې مطلوبه کسان شامل وي ګډون و نه کړي.

دنوموړي په وينا چې که پر پاکستان د فلسطين د استازي د وربللو ګام ښه نه وي لګېدلی نوبيا پکار ده په داسې غونډو کې هغو کسانو ته د ګډون اجازه ور نکړي چې په نړيواله کچه مطلوبه وي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دسمبر په شپږمه بيت المقدس د اسرايیل د پلازمېنې په توګه منلی ووچې پرضد يې د نړۍ په ېو شمير مسلمان هېوادونو کې احتجاجي مظاهرې وشوې.

XS
SM
MD
LG