د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۱۷م کې د پاکستان لویې سیاسي پېښې څه وې؟


په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان په سیاسي منظر کې ډېر بدلونونه ولیدل شول، چې یو مهم پکې د عدالت لخوا د هغه وخت د وزیراعظم نواز شریف د نااهلۍ فیصله هم وه.

په وفاقي حکومت کې ډېر وزیران هم بدل کړل شول، څیړونکي وایي ۲۰۱۷ کال په پاکستان کې د جمهوري ادارو د پیاوړتیا لپاره څه ښه ونه ګرځېد.

څیړونکي وایي په پاکستان کې په ۲۰۱۷م کال کې جمهوریت او جمهوري ادارو ته زیان ورسید.

پخوانی سېنېټر افراسیاب خټک وایي په پاکستان کې اسټېبلېشمنټ غواړي ځینې کارونه په خپله خوښه وکړي نو ځکه دوی ولیدل چې د ۲۰۱۷م کال په جولای کې نواز شریف له خپلې دندې لرې کړل شو.

هغه وویل ، “ نواز شریف غوښتل چې په ریټایرډ پوځي جنرال پروېز مشرف مقدمه وچلوي ، هغه دا هم غوښتل چې د هند سره اړیکې ښې کړي او دغه دواړه خبرې اسټیبلېشمنټ ته د منلو نه وې، بیا په اسلام اباد کې د نواز شریف خلاف احجاج هم پېل شو، هغه لرې کړل شو، او اوس که وکتل شي نو جمهوریت ته ډېر تاوان رسیدلې دی”.

د جولای په ۲۸ مه د نواز شریف د نااهلۍ وروستو شاهد خاقان عباسي د پاکستان نوی وزیراعظم جوړ شو، بلخوا نواز شریف د دغې وروستو په خپلو ولسي ویناو کې وویل چې دی د سپریم کورټ دغه فېصله نه مني.

پروفیسر حسن عسکري وایي په دې کال کې یو ځل بیا عدلیه په سیاست کې ښکېل ولیدل شوه.

حسن عسکري زیاته کړه چې “زموږ په ادارو کې د شخړو د حل لپاره څه نشته، د دې تر څنګ د پارلمان غړو هم په ځینو مسلو کې څه سنجیدګي ونه ښوده، زیاترو غړو د پارلمان په غوڼدو کې ګډون ونه کړ، مشکلات ډېر راغلل خو ښه خبره دا وه چې جمهوري ادارې بیا هم په خپل ځای پاتې شوې، یوه ښه خبره دا هم ده چې په خلکو کې دا پوهه اوس شته چې باید جمهوري ادارې وچلیږي، دا هم وییلی شو، چې جمهوري ادارې خو پاتې شوې، خو د جمهوریت د معیار په بنیاد ماملې کمزورې پاتې شوې”.

سیاسي څیړنکار سجاد نصیر وایي په ۲۰۱۷ کې ډېرې داسې سیاسي پېښې وشوې چې جمهوري نظام یې کمزوری کړ.

دی وايي ، “ دا یو کال چې تېر شو، په دې کې ډیر خلک بدل شول، ډېر لرې کړل شول، هند او امریکا هم د پاکستان په ځینو تګلارو تنقید وکړ، مختصر دا چې سیاسي صورتحال څه ښه نه وو، حالات ډېر خراب شول، او ماته فې الحال څه ښه والی په نظر نه راځي”.

د نومبر په لومړۍ اونۍ کېد اسلام اباد په فېض اباد کې د لبيک يا رسول الله تنظيم دهرنه له يوویشت ورځو وروسته الهختمه شوه چې د قانون وزیر زاهد حامدد نومبر په ۲۷استعفا ورکړه، د دسمبر په ۱۹ د پاکستان د پوځمشر جنرال قمر جاوېد باجوه سینټ ته په قامي امنیت او بهرنیو سفرونو تفصیل ورکړؤ دا لومړی ځل وو، چې دپاکستان د پوځ مشر د سېنټ په غونډه کې داسې ګډون وکړ.

XS
SM
MD
LG