د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: قبایل ازاد دي او هره پرېکړه به په خپله کوي


مولانا فضل الرحمان
مولانا فضل الرحمان

د جمعیت علماء اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان ویلي ، د قبایلي سیمو د راتلونکي پرېکړه به د دې سیمو ولس په خپله خوښه کوي.

مولانا فضل الرحمان دا خبره د شنبې په ماښام په اسلام اباد کې هغې غونډې ته کړې ده چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډ‌ولو ضد رابلل شوې وه.

په دې غونډه کې د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې او پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر څنګ د قبایلي سیمو یو شمېر پارلماني غړو ، قبایلي او سیاسي مشرانو او ځوانانو هم ګډون کړی وو.

د اسلام اباد په چاینا څلور لاره کې شوې دې غونډه کې نه یوازې یو شمېر کسان د تحریک انصاف بېرغونه په لاس لیدل کېدل بلکې له دې ګوند څخه بېلې شوې د قومي اسمبلۍ غړې عایشه ګلالۍ هم ورغلې وه.

مولانا فضل الرحمان د وینا پر مهال وویل ، دا د پاکستان اساسي قانون وايي چې د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه به تر هر ډول پرېکړه وړاندې د دې سیمو له ولس څخه تپوس کېږي.

نوموړي وویل ، “ موږ د کشمیر لپاره دا غوښتنه کوو چې هغوی ته دې د خپلې پرېکړې په خپله کولو حق ورکړل شي نو بیا به قبایل هم په خپله خوښه هم هغه پرېکړه کوي چې دوی یې غواړي”.

دا د پاکستان رسمي ریاستي دریځ دی چې د هند تر واک لاندې کشمیر ته دې په خپله خوښه د خپل راتلونکي ټاکلو په اړه د پرېکړې کولو حق ورکړل شي.

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې دوی په پاکستان کې ژوند کوي او د پاکستان لپاره قرباني ورکوي خو دې ته په هیڅ صورت تیار نه دي چې په پاکستان کې د غلام په توګه ژوند و اوسي.

پښتون ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم د قبایلي سیمو په خیبرپښتونخوا د ګډولو مخالف دی.

د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم په ډاګه کړې ده چې دوی به په هیڅ صورت د دې اجازه ورنکړي چې قبایلي سیمې دې د قبایلي ولس له رایې اخیستلو پرته په خیبر پښتونخواګډې کړل شي.

خو بل پښتون ملتپال عوامي نشنل ګوند بیا په هغه غاړه کې شامل دی چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډول غواړي.

د عوامي نشنل ګوند مشرتابه څرګنده کړېده چې دوی قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډول د قبایلي سیمو په ګټه بولي.

د عوامي نشنل ګوند په ګډون یو شمېر نور ګوندونه او د قبایلي سیمو ځینې پارلماني استازي په قبایلي سیمو کې د ټولپوښتنې یا ریفرنډم خبره ردوي او وايي چې زیاتره ولس له دوی سره ملګری دی.

مولانا فضل الرحمان وویل ، “ زه له هغو پښتنو مشرانو دا تپوس کوم چې تاسو ټول عمر سیاست د خپلې خاورې خپل اختیار په نامه کړی دی او اوس څنګه د قبایلو له هم دې حق څخه پرشا شوي یاست “.

مولانا فضل الرحمان د پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي مننه وکړه چې د ده په وینا ، د قبایلو له سپریم کونسل سره خبرو ته کښېناسو او د هغوی خبره یې واورېده.

نوموړي وویل ، “ زه پر ټولو پارلماني ګوندونو غږ کوم چې په دې ننۍ غونډه کې د قبایلي سیمو د هر سیاسي ګوند غړي شامل دي او دا ګوندونه باید د خپلو دې غړو خبره واوري”.

دې غونډې ته د پاکستان د پخواني سفیر ایاز وزیر تر څنګ یو شمېر نورو قبایلي او سیاسي مشرانو هم ویناوې وکړې.

په پاکستان کې له تېر شاوخوا یو کال راهسې په دې اړه هلې ځلې تودې شوي چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي او که نه بېله صوبه ترې جوړه کړل شي.

د پاکستان مرکزي حکومت وايي دوی دې ته ژمن دی چې په قبایلي سیمو کې به اصلاحات عملي کوي او دا بهیر به د دوی په وینا ډېر ژر پیل کړي.

خو د اپوزېشن ګوندونه پر حکومت تور پورې کوي چې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په عملي کولو کې له ځنډه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG