د لاسرسي ځای

تازه خبر

خورشيد شاه: پاکستان باید خپلې تګلارې ولري


د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخوانی عکس

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر او د پپلز ګوند مخکښ خورشید شاه ویلي ، د پاکستان ولس پوښتنه لري چې د مسلم ليګ نواز ډلې مشرولي د څه لپاره سعودي عربستان ته تللې ده او څه غواړي؟

خورشید شاه دا خبره د جمعې په ورځ ناوخته په لاهور کې له خبریالانو سره د خبرو اترو پر مهال کړې ده.

نوموړي ویلي چې دوی سعودي عربستان ته په زړه کې احترام لري خو د یو ایټمي قوت لرونکي ملک په حېث پاکستان باید خپلې تګلارې ولري.

خورشید شاه تور پورې کړی چې د عدالت له خوا تر سزا کېدو وروسته اوس د نورو مرسته غواړي او که حالات داسې وو نو بیا باید ملکي ادارو وتړل شي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ادعا کړې چې د مسلم ليګ نواز ډلې مشرولي هڅه کوي چې د یو بل جوړ جاړي له لارې خپل ځان له هر څه خلاص کړي.

عمران خان زیاته کړې چې که چېري داسې وشو نو دوی به بیا سړکونو ته راوځي.

د واکمن مسلم ليګ نواز یو مخکښ صديق الفاروق وايي اپوزيشن ګوندونه د مسلم ليګ نواز او د نواز شريف کورنۍ کارکردګۍ له کبله د وېرې ترهې ښکار دي.

د ده په وینا ، دوی تل هڅه کړې چې مسلم ليګ نواز کار کولو ته پرېنږدي نو ځکه هر وخت څه نه څه قسمه تورونه لګوي.

صديق الفاروق سعودي عرب ته د مسلم لیګ نواز ډلې د مشرتابه سفر ته په اشاره وویل ، داسې تګ راتګ په دې اړین دی چې یو پلو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو ته وده ورکړل شي او بل هلته د پاکستان پوځ موجود دی او هم داسې د ايران او سعودي عرب ترمنځ اړيکې هم ښې نه دي او داسې نور لاملونه هم شته.

دا له هغه وروسته ده چې د تېرې چارشنبې په ورځ د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف د سعودي عرب لخوا په ور لېږل شوې ځانګړې الوتکه کې هغه هیواد ته تللی دی.

پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې نواز شریف به هم د شنبې په ورځ سعودي عرب ته سفر وکړي او هلته به له ځايي مشرتابه سره لیده کاته وکړي.

XS
SM
MD
LG