د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قامي احتساب بیورو د پخواني وزیراعظم او د پنجاب وزیر اعلا پرضد مقدمې دایر کولو او پخوانيو وزیر اعظمانو یوسف رضا ګیلانی او پروېز اشرف پشمول د مهمو شخصیتونو خلاف د باقاعده پلټنو منظوري ورکړې ده.

د قامي احتساب بيورو لخوا جارې شوې بيان ترمخه چې د نېب چیرمېن جسټس ریټاریرډ جاوېد اقبال په مشرۍ کې تېره ورځ شوې د اېکزېټو بورډ غونډه کې د کرپشن پرضد شپږ مقدمې دایر کولو، د څلورو کېسونو جاج او د یولسو کېسونو د پلټنو منظوري ورکړې شوې ده.

د قامي احتساب بیورو اېګزېټو بورډ د پخواني وزیراعظم نوازشریف او د ورور شهباز شریف پرضد د رایونډ سړک په جوړولو کې قومي خزانې ته د نقصان رسولو په لړ کې مقدمه د دایر کولو منظوري ورکړې.

نېب د بلوچستان پخواني اعلی وزیر نواب اسلم ریساني پرضد هم د پلټنو حکم ورکړی.

په نوموړي خپلو خپلوانو کې کروړونه روپۍ د د ورکولو تور دی.

دا پوښتنه چې ايا د قامي احتساب ادارې دې قسمه فيصلو او ګامونه پورته کولو سره به په ملک کې د کرپشن په ختمولو کې څومره مرستې وشي؟

په دې لړ کې په خپل جواب کې د سياسي چارو کار پوه پروفېسر حسن عسکري مشال رېډيو ته وویل، پکار ده چې په کوم وخت کې کرپشن کېږي، هم په هغه وخت د کرپشن کونکیو پرضد کاروايي کېږي خو له بد مرغه په پاکستان کې داسې نه کېږې.

(دلته د احتساب کولو يو کمزوري دا هم ده چې کله يو تن په اقتدار کې وي او د هر څه اختيار وي ورته نو هغه وخت هغوی ته هېڅ نه ويل کېږي چې څه خوښه يېوي هغه کوي او د خپلې خوښې فيصلې کوي څوک ترې د تپوس کولو والا نه وي خو چې له اقتداره ولاړ شي نو د هغې پس يې احتساب کېږي،او د احتساب دا روايت دلته پاتې شوی ده ځکه پاکستان کې د احتساب په اړه ګوتې پورته کېږي۔ زما په خيال د نېب له دې ګام سره به په سرکاري ادارو کې په کرپشن کې کمی راشي خو ختمېدی نه شي.)

د ادارې د اعلاميې مطابق پخواني د قانون وزیرانو بابر اعوان، د قانون و انصاف پخوانې سېکرېټري، د اوبو او بجلۍ پخوانۍ سېکرېټري او د پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني مشیرې عاصمه عالمګیر پرضد هم د پلټنو امر شوې.

د عاصمه عالمګیر پرضد به د دوو اربو او اته څلوېښت کروړو روپیو د اثاثو جوړولو د کېس پلټنې کېږي.

د سياسي چارو کارو پوه خالد عزيز په دې اړهوايي چې نېب د عامو خلکو پرضد د کرپشن مقدمې درجوي خو که د داسې مهمه کسان پرضد ګامونه پورته کړي نو په ملک کې بدلون راتلی شي۔

(د نېب له ځينو فیصلو دا تاثر پېدا کېدو چې دوی يواځې د عام او کمزوري ملزم پرضد ډېره زر کاروايي کوي خو لوړ پوړيو او سرکاري کسانو ته څه نه وايي زما په خيال دا تاثر لیرېکولو لپاره دا قسمه ګامونه پورته کېږي او داسې ښکاري چې له دې سره به بدلون راشي.)

د پانامه اسنادو فيصلې ورستو قامي احتساب بیورو له وړاندې د شریف کورنۍ پرضد په عدالت کې کېسونه درج کړې دي.

یادې بیورو په وړمه ورځ څلور سوه او پنځه دیرش هغه کسانو پرضد هم د پلټنو امر کړې چې په بهر ملک کې کمپنۍ لري.

د قامي احتساب بیورو چېرمېن ویلې و چې په مقدمو کې به هېڅ قسمه اثر رسوخ یا فشار نه منل کېږي.

XS
SM
MD
LG