د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال داود امین: یوه خطرناکه ۶ کسیزه ډله مو نیولې


د سې شنبې په ورځ د خوست نوي ټاکل شوي سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال داوود امین مشال راډیو ته وویل، نیول شوي ۶ کسانیوه خطرناکه ډله وه چې په خوست کې د وژنو، سړي تښتونو او وسلوالو غلاوو ډيرې پيښې دوی ترسره کولې.

ښاغلی جنرال امین زیاتوي، یاده ډله د لکڼو په سیمه کې د سرتیرو سره تر یو ساعته وسلوالې نښتې وروسته نیول شوې او پولیسو ته يې په لومړنیو تحقیقاتو کېپر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

جنرال داود امین وايي، د پولیسو د اسنادو پر اساس یاد کسان متکرر مجرمین دي او دوی سره د هغوی د جرمونو په باب له پخوا نه اسناد، مدارک او شواهد موجود دي.

د ده په وینا د پولیسو او نورو کشفي او امنیتي ادارو لخوا هڅې چټکې شوي، څو هغه ډلې او افراد چې د خلکو ژوند او مال يې له ګواښ سره مخامخ کړی دستګیر او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د خوست سرپرست امنیه قوماندان په ښار کې د غیر مسووله وسله والو د شتون او په ځینو ځایونو کې په څرګنده د نشه يي موادو د خرڅلاو په باب وویل چې دی پدې باب مشخصه پالیسي او ځانګړی پلان لري او په تېرو دریو ورځو کې يې د نشه يي موادو د کاروبار په تور هم څلور کسان نیولي دي.

ده وویل، په ښار او نورو اطرافي سیمو کې د غیر مسووله وسلوالو د نیولو لپاره هم ځانګړي تدابیر نیول شوي، چې په دې برخه کې به ډېر ژر د امنیتي منسوبینو لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې شي.

د یو بل خبر له مخې:

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې د سې شنبې په شپه د یاد ولایت د څرخ ولسوالۍ د پندوکې په سیمه کې وسلوالو غوښتل، چې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړي، چې د ملي اردو له کمین سره مخامخ شول.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح مشال راډیو ته وویل، چې د ملي اردو او وسلوالو په جګړه کې څلور وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د ده په وینا چې د وژل شویو وسلوالو جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې باب رسنیو ته څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG