د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د دیر ټاکنو کې ښځینه رایې نه شته، ناقانونه دې وګرځول شي'


پاکستان کې د ښځو حقونو قامي کمېشن د دير په ضمني بلدياتي ټاکنو کې د ښځو په ووټ نه اچولو اندېښنه ښودلې له انتخاباتي کمېشن يې د دغه ټاکنو د ناقانونه ګرځولو غوښتنه کړې. د ډیسېمبر په ۲۱ نېټه د خېبر پښتونخوا په بېلا بېيلا برخو کې د يونين کونسل په کچه ضمني بلدياتي انتخابات شوی ول۔ د غېر سرکاري او غېر حتمي نتېجو تر مخه د دير په داروړه سيمه کې تر ۶زرو زياتې رجسټرډ ښځينه ووټرانو کې يوې ښځې هم ووټ نه وو اچولی.

هم د دې تر څنګ په چکياتڼ سيمه کې تر يو نيم زرو زياتې ښځينه ووټرانو د خپلې رايې استعمال نه دی کړی.

د ښځو د حقونو قامي کمېشن وايي چې ځيني سياسي او مذهبي ګوندنو په سلا دغه سيمو کې ښځې د ووټ له اچولو درول شوې دي.

د ښځو د قامي کمېشن مشرې خاور ممتاز مشال رېډيو ته ووېل چې هغوي انتخاباتي کمېشن ته يو خط لېږلې دی او ورنه يې غوښتنه کړې ده چې د دغه انتخاباتو نتېجې دې ناقانونه وګرځوي چې په راتولونکې کې د داسې قسمه ګامونو مخنېوی وشي.

"چې کوم سياسي خلک په قامي اسمبلۍ او سېنټ کې ناست دي او قانون جوړه وي هم هغوې دا قانون د ماتولو کوشش کړی،د قانون تر مخه د ښځو ۱۰ فیصده ووټ اچول ضروري دي نو کوم ځايې دی هاغه قانون اوس،موږ وايو چې دا دې ناقانونه وګرځوي او بيا دې انتخابات وکړې شي."

د الېکشن کمېشن مطابق د سمبر په ۲۱ نېټه د خېبر پښتونخوا په بيلا بيلا برخو کې د يونين کونسل په کچ په بلدياتي انتخاباتو کې خالي پاتې شویو ۱۰۸ چوکيو بيا ټاکنې وشوې چې پکې د بره او کوز دير،داروړه، جندول، ثمر باغ اوچکياتڼ سيمې شاملې وې۔

بل خوا د پاکستان د انتخاباتي کمېشن وياند هارون شنواري وايي چې د ښځو د ووټ نه اچولو په اړه هغوي د متعلقه ډسټرکټ ريټرنګ افسر نه معلومات غوښتي د کوم پس به چې نوره کاروايې کولې شي۔

"موږ د متعلقه ډسټرکټ ريټرنګ افسر نه په ۲۶ دسمبر په دې اړه رپورټ غوښتې دی نو هاغه به موږ له رپورټ راکوي هغې کې به وجوهات ښايې د هغې پس به اليکشن کمېشن جاج اخلي او بيا به مخکې نوره کاروايي کوي."

ياده دې وي چې د کال ۲۰۱۳ په عام انتخاباتو کې هم په دير سيمه کې ښځې د ووټ اچولو نه ودرولې شوې وې د څه پس چې اليکشن کمېشن نتېجې منسوخ کړې وې

واضحه دې وي چې د پاکستان انتخاباتي ترميمي قانون ۲۰۱۷تر مخه چې په کومه حلقه کې د ښځو ووټونه تر ۱۰ فيصده کم وي هغه به ناقانونه ګرځول کېږي.

XS
SM
MD
LG