د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تحريک انصاف د فاټا اصلاحاتو په اړه حکومت ضد احتجاج کوي"


اسلام اباد - د پاکستان تحريک انصاف ګوند د فاټا اصلاحاتو پر سر د حکومت ضد د احتجاج پیلولو اعلان کړی دی.

په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي شهريار اپريدي د يکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې په دې لړ کې د خالي پر ورځ په اسلام اباد کې د ګوند مشر عمران خان په مشری کې غونډه وشوه.

د ده په وینا، په غونډه کې وويل شول چې مرکزي حکومت په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو ژمنې په وار وار کړې خو پوره کړې يې نه دي.

د شهريار په خبره، د احتجاج لپاره يې چمتووالی نيولی خو دقيقه نېټه به وروسته اعلانوي.

سياسي ګوندونه د فاټا اصلاحاتو پر سر سياست کوي او که په ریښتيا يې هم غوښتل نو اوس به يې دا کار کړی وو. سجاد حسين توری

خو د ډېسېمبر پر ۲۰مه د پاکستان شخصي ټيلي ویژن جيو ته د وزيراعظم وياند مصدق ملک ویلي وو چې مرکزي په فاټا کې اصلاحاتو کولو ته تيار دی خو ورباندې عمل ځکه نه کوي چې سېند او خېبر پښتونخوا دواړه له خپل کلني مالي وېش يا اېن اېف سي اېوارډه فاټا ته له برخې ورکولو انکار کوي.

هم دا خبره په سېنېټ کې د کورمې استازی سجاد حسين توری هم کوي.

نوموړي د يکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې دا خبره ریښتيا ده چې د خېبر پښتونخوا حکومت قبایلو ته د خپلې برخې پيسو ورکولو ته تيار نه دی.

توري پر سياسي ګوندونو تور پورې کړ چې د فاټا اصلاحاتو پر سر سياست کوي او که په ریښتيا يې غوښتل نو اوس به دا کار شوی وو.

د ده په وينا، که ټول ګوندونه له زړه وغواړي نو د مسلم ليګ (ن) مشر نوازشريف او د جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له خوښۍ پرته هم فاټا اصلاحات کولای شي.

سجاد حسين توری زياتوي چې تحريک انصاف د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې قبايلي سیمو ته له څوکيو ورکولو انکاري دی.

خو شهريار اپريدی دا تورونه ردوي او وايی چې د خېبر پښتونخوا حکومت تيار دی چې ان د قامي مالياتي کمېشن کې تر ټاکل شوي يوه فيصده هم زیاته برخه ورکړي.

XS
SM
MD
LG