د لاسرسي ځای

تازه خبر

ممنون حسين: د سيمې هېوادونه دې په اقتصادي راهدارۍ ورګډ شي


اسلام اباد - د پاکستان ولسمشر د سيمې نورو هېوادونو ته د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د برخې جوړېدو بلنه ورکړې ده.

د يکشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان، ترکي، روسيې، ايران، چين او افغانستان د پارلېمان مشرانو کانفرنس ته د وينا پر مهال ممنون حسين وويل چې د سیمې ښه سباوون له خپلمنځي رابطو او سوداګريزه اړيکو ساتلو سره تړل شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې په هم دې خاطر د سيمې نور هېوادونو ته بلنه ورکوي چې په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې دې شامل شي.

ولسمشر ممنون حسين دا هم وويل چې ترهګرۍ د سيمې ېو شمېر هېوادونه له ستونزو سره مخامخ کړي او ادعا یې وکړه چې تر ټولو زيات زيان يې پاکستان ته رسولی.

نوموړي هېله وښوده چې کانفرنس به سيمې ته د ورپېښو چیلېنجونو په مخنيوي او سيمه ييزې پرمختيا لپاره ګټور وګرځي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ مشر سردار اياز صادق کانفرنس ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې له ۲۰۰۱ز کال راهيسې روانې ترهګرۍ، د پاکستان اقتصاد ته ۱۲۰ اربه ډالر تاوان رسولی دی.

د کانفرنس په لومړۍ برخه کې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د تګلارې پر جوړولو او په دې لړ کې د پارلېمان پر رول خبرې کېږي.

د افغانستان د پارلېمان مشر عبدالروف ابراهيمي په خپله وينا دا يو تاريخي کانفرنس وباله چې د ده په وينا، پکې به غړي هېوادونو ته پر ورپېښو چیلېنجونو بحث وشي.

نوموړي وويل چې وسله وال د افغانستان بنسټيز جوړښت او بې ګناه خلک په نښه کوي.

د ده په خبره، وسله وال ادعا کوي چې د اسلام لپاره مبارزه کوي خو ټولې کړنې یې د اسلام ضد دي.

د دې ترڅنګ د پاکستان سېنېټ مشر ميا رضا رباني، د چين، روسيې، ايران او ترکیې سپيکرانو هم کانفرنس ته ويناګانې کړي او ټينګار يې کړی چې بايد غړي هېوادونه په ګډه د خطرونو مقابله وکړي.

د سیمې ښه سباوون له خپلمنځي رابطو او تجارتي اړيکو ساتلو سره تړل شوی دی. ممنون حسين

بل خوا د پاکستان سرکاري خبري اژانس اې پي پي راپور ورکړی چې د کانفرنس په لومړۍ برخه کې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د تګلارې پر جوړولو او په دې لړ کې د پارلېمان پر رول خبرې کېږي.

د اژانس په خبره د غونډې په دويمه برخه کې به د سیمه یيزو رابطو پر زياتولو خبرې کېږي او د یکشنبې ماښام به د کانفرنس ګډه اعلاميه خپره شي.

XS
SM
MD
LG