د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست نوي سرپرست امنیه قوماندان له خلکو همکاري وغوښته


د خوست چارواکو او قومي مخورو له ځايي امنیتي ارګانونو په ځانګړي ډول پولیسو غوښتنه وکړه، چې د غصب څخه د دولتي ځمکو د خلاصولو، د جنايي جرمونو او نشه يي موادو د استعمال او خرڅلاو د مخنیوي په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

دوی یادې څرګندونې د شنبې په ورځ د خوست د نوي سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال محمدداود امین د پېژندنې په غونډه کې وکړې.

خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې پخوانی امنیه قوماندان فیض الله غیرت وستایه، چې ولایتي ادارې او امنیتي ارګانونو سره يې ښه همغږي درلوده او د ولسونو سره يې هم نږدې اړیکې جوړې کړې وې.

ښاغلي حبیبي وویل، هر کله به چې ده له امنیه قوماندان څخه ولسوالیو ته د سفرونو د امنیتي تدابیرو غوښتنه کوله، نو غیرت به په یو ساعت کې د پوره تدابیرو ډاډ ورکاوه.

خوست والي له نوي سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال محمدداود امین څخه د ورته اجرااتو غوښتنه وکړه او په ځانګړي ډول يې د غصب څخه د دولتي ځمکو د خلاصولو په باب د ده پاملرنه وغوښته.

د خوست د نوي سرپرست امنیه قوماندان د معرفی په غونډه کې د ملي شورا یو شمېر استازو هم برخه اخیستې وه.

د ولسي جرګې غړي مجیب الرحمن څمکني غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، دوی د پخواني قوماندان د کړنو او رښتینولی په باب څېړنې او پوښتنې وکړې، بالاخره دوی ته ثابته شوه، چې فیض الله غیرت د خوست پر ولسونو ګران دی،خلکو ته يې خدمت کړی او هم يې د ولسونو ملاتړ خپل کړی دی.

د ښاغلي څمکني په وینا د افغانستان د امنیت شورا، د کورنیو چارو وزیر او په خپله د ولسمشر څخه يې ژمنه اخیستې چې فیض الله غیرت ته به مهم او کلیدي پست ورکوي.

په ناسته کې په خپله فیض الله غیرت هم خبرې وکړې او ويې ویل، پخوا پر ده داسې تورونه لګیدلي وو، چې له حقیقت څخه ډېر لیرې وو.

لکه ولسمشر ته ویل شوي ول، چې قوماندان غیرت ځمکې غصب کړی، حال دا چې دی د خپل پلرني جایداد څخه پرتهپه ټول خوست کې یوه لویشت ځمکه هم نلري.

په خوست کې د قومونو او خیلونو تر منځ په غرونو او دښتو اختلافونه له پخوا نه موجود دي.

د خوست د ولایتي شورا مرستیال قدیم افغان له نوي سرپرست امنیه قوماندان غوښتنه وکړه، چې په قومي مسایلو کې بې طرفي وساتي او د چارواکو او زورواکو غیر قانوني غوښتنو ته ځان تسلیم نه کړي.

ده وویل، که دا مسالې يې په پام کې ونیولې، نو یو بریالی قوماندان به وي.

د غونډې وروستۍ ویناوال د خوست نوي سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال محمدداود امین وو.

ده وویل، پخوانی قوماندان د خلکو په همکارۍ بریالی وو او دی هیله لري، چې د خوست خلک به ده سره هم ورته مرسته وکړي.

ده وویل، پرته له توپیره په ټولو یو ډول يې د قانون پلي کېدل هدف دی.

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې په خپل ټول توان به د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او هغو غوښتنو سرته رسولو لپاره، چې ویناوالو يې یادونه وکړه هڅې او کوښښ کوي.

یو شمېر کتونکي هم وايي، د خوست نوی سرپرست امنیه قوماندان به هغه مهال په خپلو دندو کې بریالی وي او د خلکو ملاتړ به لاسته راوړي، چې د پوځي ادارو تر منځ د همغږۍ د زیاتوالي، او د نشه يي موادو د استعمال او خرڅلاو د مخنیوي لپاره هڅې ډېرې کړي او د زورواکو او چارواکو باجګیرو او غیر قانوني غوښتنو ته سر ټیټ نه کړي.

XS
SM
MD
LG