د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشیر میمن: د ورک کړل شوو بلاګ لیکوونکو پرضد هیڅ ثبوت نشته


د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې - ايف اي اې – ویلي دي چې د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ کې د لادرکه کړل شوو بلاګ لیکونکو پرضد هیڅ ثبوتونه نه دي میندل شوي.

دا خبره د یادې دارې مشر بشیر میمن د جمعې په ورځ په اسلام اباد های کورټ کې د مقدمې اورنې پرمهال عدالت ته کړې ده.

نوموړي مذهب ته د سپکاوي په تور درج شوې دې مقدمې د اوريدنې پر مهال یو رپوټ وړاندې کړ په کوم چې د دې بلاګ لیکونکو پرضد د هیڅ ثبوت نه میندل کېدو اعتراف شوی دی.

د ۲۰۱۷م کال په جنوري کې بلاګ ليکونکی پروفيسر سلمان حيدر ، احمد وقاص ګورايه ، عاصم سعيد ، احمد رضا نصير او ثمر عباس په اسلام آباد کې د نامالومو کسانو لخوا تښول شوي وو.

پر دې لیکوالو تور پورې شوی وو چې پر ټولنیزو رسنیو یې د فعالیت پر وخت مذهب ته سپکاوی کړی دی کوم چې دې کسانو یوازې تور بللی دی.

په دې لیکوالو کې ثمر عباس تر اوسه لا درکه دی خو نور څلور کسان خوشي کړل شوي دي.

احمد وقاص ګورايه تر خوشي کېدو وروسته له مشال راډيو سره په مرکه کې د خپلې لادرکۍ تور د پاکستان په جاسوسي ادارو پورې کړی وو خو هغوی رد کړی وو.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې پر انټرنیټ حکومتي څارنه زیاته شوې ده د کوم پرضد چې د بشري حقونو ملکي او غیر ملکي ډلو اندېښنې ښودلې دي.

XS
SM
MD
LG