د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ کمېټۍ د نرښځيانو د حقونو او ساتنې قانون منظور کړی


د پاکستان د سېنېټ د بشري حقونو د فعالې کمېټۍ د پنجشنبې په ماښام د نرښځيانو د ساتنې قانون ۲۰۱۷م په نوم يو بل منظور کړی د کوم د سېوري لاندې چې به نرښځيو ته د هغوي خپل تعريف يا پېژندنه، د ناروغتيا پر وخت ميډيکل او نورې اسانتياوې ورکول کېږي.

د سېنېټ کمېټۍ په شريکه سره فېصله وکړه چې اوس به دا بل او ورسره خپلې سپارښتنې سېنېټ ته استوي چې په رسمي توګه د قانون شکل واخلي، او د دغه کمېټۍ مشره نسرين جليل وايي چې ډېر ژر به دا مسوده يو قانوني شکل خپل کړي.

سېنېټرې نسرين جليل د جمعې په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې دوي ته د نرښځيانو په اړه يو شمېر بلونه راوړل شوي وو چې پکې د دوي د پېژندنې يا شناخت په اړه هم ويل شوي وو.

د دې بل په اړه نوموړې وايي چې هر هغه تن چې ځان ته نرښځی وايي هغه به نرښځی بلل کېږي او بله دا چې اکثره دوي ته سپک کتل کېږي نو دا قانون به د دوي ساتنه باوري کوي.

"د يو انسان په حېث د دوي حق خوندي ساتلو لپاره دا قانون راوړل کېږي. هسې خو چې لکه څنګه د نورو حقونه دي هم داسې د دوي هم دي خو خصوصي پاملرنه ورته ځکه شوې چې عام ولس دا په ذهن کې کېږدي چې دغه نرښځې د عام تن برابر حقونه لري. دا قانون د دې لپاره راوړل کېږي چې څنګه د دغه ټولنې د خېر ښېګړې لپاره کار کېدلی شي"

نسرين جليل وايي چې يو بل قانون هم د کورنيو چارو وزارت ته لېږل شوی کوم کې چې د هغه خلکو لپاره سزاګانې تجويز کړل شوي دي څوک چې نرښځيو سره ناروا چلند کوي.

د نوموړې په وينا چې دوی په دې بلونو کې بدلون کړی او د جنورۍ پر دوېمه نېټه امکان دی چې بله غونډه راوبلي چې پکې به دوي بيا جاج اخلي او بيا به دغه مسوده سېنېټ ته لېږل کېږي کوم چې به لږه موده اخلي.

د دې قانون د ارزښت او ضرورت په اړه د نرښځيانو د حقونو لپاره کارکوونکی مدني فعال قمرنسيم وايي چې دا هر څه بايد عملي هم شي او د دې لپاره فنډونه مختص کړل شي خو له بده مرغه د حکومت سره د نرښځيانو سمه شمېرنه هم نشته.

د قمرنسيم په وينا چې په ۲۰۱۲م کې د خېبرپښتونخوا د هغه وخت حکومت ويلي وو چې په صوبه کې ۳۵۰ نرښځيان دي خو د دوه په وينا چې دا شمېره د ۴۵ نه تر ۵۰ زره ده.

د پاکستان د نوې سرشمېرنې ترمخه په ټول پاکستان کې د نرښځيانو شمېره ۱۰،۴۱۸ ده خو غېرسرکاري سازمانونه او د نرښځيانو د حقونو لپاره کارکوونکي دا شمېر سم نه بولي.

XS
SM
MD
LG