د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې نکاح اندراجونکیو ته روزنه ورکول کېږي


د پنجاب صوبې د ښځو حقونو کمیشن د ښځو حقونو خونديتوب لپاره دوه زره د نکاح اندارجکونکیو ته تربیت ورکړی او پلان لري چې دا تربیت به پنځوس زره کسانو ته ورکوي.

د پنجاب صوبې د ښځو د حقونو کمیشن په وینا چې د موجوده قوانینو په رڼا کې نکاح نامې ډکول د ښځو حقونه خوندي کولی شي.

د پنجاب د ښځو د حقونو صوبايي کمیشن د دې پروجۍ مشر شاهد اقبال مشال راډیو ته وویل د دې تربیت ورکولو مقصد د نکاح اندراج کونکي د نکاح نامې په کالمو، د ښځو د بنیادي حقونو، د کورنیو شخړو په قوانینو، د ودونو اندارج، جهېز، د نکاح د اندارج کونکي ذمه وارو، د کم عمرۍ د ودونو مخنیوي، طلاق، خلع او د ثالثۍ په اړه پوهول دي.

شاهد اقبال په وینا چې پنجاب حکومت په سمه توګه د نکاح فارم نه ډکولو په اړه د نکاح اندارجونکیو لپاره سزاګانې هم اېښي دي.

''کوم چې د نکاح درجونکي دي نو هغې په خاص توګه په نکاح نامه کې د ښځو مخصوص کالمې په سمه توګه نه ډکوي نو هم هلته د ښځو د حقونو مسلې شروع شي. که یو نکاح درج کونکی په سمه توګه د نکاح فارم نه ډکوی نو هغه ته به یو میاشت سزا ورکړې کېږي او د پنځویشت زرو روپو جرمانه به پرې هم لګي، او دا شان که هغه په یونین کونسل کې د نکاح اندراج نه کوی نو د هغې لپاره درې میاشتې قېد او یو لاک روپۍ جرمانه ده.''

د ښځو د حقونو مبارزه کونکو په وینا چې د غونډ ملک په کچ د نکاح اندراج کونکو لخوا په نکاح نامه کې د ښځو د حقونو خلاف ورزي کېږي باید چې د پنجاب صوبې دا کار نور ملک ته هم وغځول شي.

د ښځو د حقونو مبارزه طاهره کلیم وایي چې اکثر له نکاح نامې نه لیکل کېږي او زباني کار وکړې شي کوم چې یوې ښځې سره زیاتې وي.

دا وایي د نکاح پروخت چې کله حق مهر لیکل کېږی نو هغه نه پوره کېږي ، بله چې کومه ډېره مهمه خبره ده نو هغه د طلاق حق دی چې باقاعده یې په نکاح نامه کې کالم دی نو نکاح تړونکي پرې کرښه راکاږي او هغه حق د ښځې نه واخلي او د دې ترڅنګ د میاشتۍ د خرچۍ خانه هم نه ډکېږي،،

دې لړ کې قانوني چارو کار پوه او وکیله شاندانه وایي چې د کورنۍ شخړې هوارولو په عدالتونو کې ښځې د طلاق، حق مهر ، جهېز واپسۍ او نان نفقې مسلو سره راځي.

د دې په وینا چې نکاحنامو کالمونو په اړه پوه ورکول پکار ده ولې چې په عدالتونو کې زیات کېسونه هم دې له وجې وي.

د ښځو د حقونو مبارزه کونکو په وینا چې نکاح درجونکیو ته تربیت ورکول پکار دې خو خپله د نجلۍ کورنۍ له به هم په نکاحنامه کې د ښځو د حقونو کالمونو خیال ساتل وي.

XS
SM
MD
LG