د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال جرئت: له نړیوال ملاتړه باید د ملي ګټو لپاره کار واخلو


افغانستان واحد او متحد هېواد دی او افغانان به هېچا ته د دې اجازه ورنه‎کړي چې د دوی په منځ کې د سمت، ژبې، مذهب او قومونو په نومونو اختلافونو ته لمن ووهي.

یادې څرګندوې د جمعې په ورځ ویناوالو په هغه غونډه کې وکړې چې د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهیر په نووښت د ګڼو خوستوالو په ګډون په ملي لوبغالي کې جوړه شوې وه.

یادې غونډې ته د افغانستان له بیلابېلو ولایتونو څخه د بهیر یو شمېر غړي او نور مخور مشران او سیاسيون هم ورغلي وو.

د یاد بهیر مشر او په امنیتي چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار جنرال دین محمد جرئت د غونډې ګډون‎والو ته وویل، افغانستان اوس‎مهال له حساسو او برخلیک ټاکوونکو شرایطو سره مخامخ دی، نو ټولو افغانانو ته پکار ده چې د نړیوالې ټولنې له ملاتړ او مرستو د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره کار واخلي.

د ولسمشر لوی سلاکار جنرال دین محمد جرئت
د ولسمشر لوی سلاکار جنرال دین محمد جرئت

جنرال جرئت زیاته کړه، هغه خلک چې په ولسونو کې نفاق ته لمن وهي او افغانان په خپلو کې سره جلا کوي، دوی د افغانستان د خاورې او د ولسونو د هوساینې سره دښمني کوي او باید پر وړاندې يې په ګډه مبارزه وشي.

جنرال جرئت زیاتوي افغان ولس به هېچاته اجازه ورنه‎کړي چې دا ملت د ژبې، پولي، قوم او سمت په نومونو سره وویشي.

په خوست کې د مجاهدینو د سرتاسري شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ هم د ملي یووالي د اړتیا په باب خبرې وکړې او زیاته يې کړه، موږ باید تر دې وروسته د سمت، قوم او تنظیم لپاره نه بلکې د ټول هېواد د هوساینې او سوکالۍ لپاره کار وکړو.

نوموړي په خوست کې د قومونو او ولسونو د یووالي لپاره جوړه شوې غونډه ګټوره وبلله او ژمنه يې وکړه چې د یاد بهیر سره به د ټولو ولایتونو د خلکو د انسجام او واحد افغانستان لپاره په ګډه کار کوي.

د خوست د ولایتي شورا یو تن غړي قمر علي لکڼوال هم چې د یادې غونډې ویناوال وو، په خپلو خبرو کې وویل، پردیو او ګاونډیو هېوادونو فکر کاوه چې دا هېواد يې په سمتونو، ژبو او قومونو باندې ویشلی دی، خو د هېواد له مختلفو سیمو او قومونو څخه خوست ته راغلو کسانو او د دوی واحد غږ دا ثابته کړه چې د افغانستان خلک د پردیو په لمسون هر ډول بېلونکې پولې نه مني.

د غونډې برخه وال
د غونډې برخه وال

په غونډه کې یو شمېر ویناوالو د نظام د ملاتړ په باب هم خبرې وکړي او ويې ویل، دا نظام د افغانانو د بې شمېره مادي او بشري قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او ملاتړ یې هم د ټولو مشترکه وجیبه ده.

دوی زیاتوله، حکومت او ولس باید په ګډه د نظام د تقویې او اصلاحاتولپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG