د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د فلسطین معامله کې د او ای سي ملاتړ کوي


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل

پاکستان په ملګرو ملتونو کې د امریکا فیصلې پرضد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د امداد ودرولو دړکې په غبرګون کې ویلي چې د فلسطین پر معامله د اسلامي ملکونو د سازمان ملاتړ کوي.

د چارشنبې ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ولسمشر ټرمپ د هغه پرېکړې په اړه چې بېت المقدس يې د اسرایلو پلازمېنه بللې رایه وکړه چې پکې د پاکستان په ګډون ۱۴ غړیو د ټرمپ فیصلې خلاف رایه ورکړه. که څه هم امریکا دغه رایې ویټو کړې خو ورسره یې دا دړکه هم ورکړې چې د ولسمشر ټرمپ د فیصلې خلاف رایه ورکونکیو هېوادونو سره به خپلې مرستې ودروي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د اربونو روپو د امداد ورکولو باجود دوی زموږ پرضد ووټ ورکړی.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وویل د بېت المقدس په اړه د ملګرو ملتونو یوشمېر قراردادونه موجود دي چې هغه د بېت المقدس خاص سیاسي او قانوني حېیثت تسلیموي.

''پاکستان د امریکايي انتظامیې لخوا بېت المقدس د اسرایلو سرښار تسلیمولو او هلته د امریکا سفارت له تل ابیبه و بېت المقدس ته د لېږدولو فیصلې ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزۍ په نظر ګوري.''

ده وویل پاکستان کلک باور لري چې د منځني ختيځ د مسلې تلپاتی هوارۍ په دې کې دې چې له ۱۹۶۹ کال وړاندې د پولو د حدودو په بنیاد دې ازاده او خودمختاره فلسطین جوړ کړل شي او بېت المقدس دې د فلسطین سرښار وګرځول شي. په دې لړ کې پاکستان د اسلامي ملکونو د سازمان د دریځ ملاتړ کوي.

واضحه دې وي چې د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې یو سل او درې نوي غړي ملکونو په درخواست هنګامي غونډه رابلل شوې وه چې د یو قرارداد له لارې امریکا ته ویلي شوې ول چې خپله فیصله دې بیرته واخلي.

د امریکا ولسمشر د روانې میاشتې په شپږم تاریخ اعلان کړی وو چې له تل ابیبه د امریکا سفارتخانه بېت المقدس ته لېږدوي.

XS
SM
MD
LG