د لاسرسي ځای

تازه خبر

ديني مدرسې، موجوده حالات او د نوي دور غوښتنې


د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د پنجشنبې پر ورځ د يو امريکايي ديني عالم ډاکټرابراهيم موسا د اردو کتاب "ديني مدارس، عصري معنويت اور جديد تقاضے" مخکتنه وشوه چې پکې د پوهنتون د زده کوونکو او استاذانو پشمول يو شمېر ليکوالانو او ديني عالمانو ګډون وکړ.

دغه غونډې ته په وينا کې ګډونوالو زور راوړو چې ديني مدرسې بايد اصلاحات ولري او د نوي دور له غوښتنو سره سم ټولې اسانتياوې ورته هم ورکړل شي.

د دې ترڅنګ بايد د ديني مدرسو تاريخ د نصاب برخه هم وګرځول شي.

د مخکتنې دې دستورې ته په وينا کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر پروفېسر ډاکټرقبله اياز وويل چې اوس وخت راغلی د ديني مدرسو پر اهميت غونډې وشي او د دې ترڅنګ زده کوونکو ته د مدرسو پخوانی او اوسنی تاريخ هم وښودل شي.

هغه زور راوړو چې په خصوصي توګه د پوځي واکمن جنرل ضياالحق نه وړاندې او وروستو د مدرسو په تاريخ زده کوونکي خبرول پکار دي چې داسې د دې ټولنيز ارزښت په ګوته شي چې ټولنه دې مدرسو او د دې عالمانو ته څومره ارزښت ورکوي، تمې ترې څومره کوي او بيا د دې پر ټولنه نفسياتي اغېز څومره دی.

"دې له د مضمون يو رسمي شکل ورکول پکار دي چې پکې تاريخي حوالې هم وي يعنې د علم تاريخ او بيا په دې کې د مدرسې تاريخ. په دې کې په خصوصي توګه زه ګڼم چې زموږ د دې نسل لپاره ګټه وره خبره دا ده چې په دې مضمون کې يو ذيلي برخه دا هم وي چې مدرسه وړاندې د جنرل ضيا او مدرسه وروستو د جنرل ضيا له واکمنۍ.زه وايم چې د دې سره به موږ ته د موجوده حالاتو ښه پوهه ترلاسه شي او موږ به په يو ښه تناظر کې دا هر څه ووينو"

​د ډاکټرقبله اياز په وينا چې د مدرسو مشران که چرته کوم اجلاس له رابلل کېږي نو دوی د کورنيو چارو د وزارت سره ملاقاتونه کوي خو داسې نه ده پکار بايد دوي د تعليم وزارت سره کېني او پر نصاب بحثونه وکړي.

دې غونډې ته په وينا کې له امريکې راغلي ديني عالم ډاکټر ابراهيم موسا وويل چې پر دې اوس سوچ پکار دی چې د تخليقي فکر سرچينه ولې وچه شوې او ولې څوک د يو خاص دايرې نه بهر سوچ نه کوي.

دې لړ کې بايد واړه واړه ټولګي کېني او له يو بل سره بحثونه وکړي ځکه چې دا ټولنه له خپلو رواياتو، تهذيب او تاريخ نه بې خبره پاتې شوې.

"په دې کتاب کې ما هڅه کړې چې ډېر هغه څيزونه چې ما د مدرسې د تعليم نه وروستو زده کړل ما بيا ولوستل.

دغه روايات ما بيا ولوستل او د دې بيا لوستلو سره انسان د مدرسې د رواياتو يو لوی څرګند تصوير کتلی شي کوم چې په مدرسه کې نه څرګندېږي"

په دې دستوره کې د نارينوو زده کوونکو ترڅنګ پېغلو هم ګډون درلود چې پکې د يوې پېغلې وينا وه چې مدرسو کې د بدلون لپاره بايد له پېغلو زده کوونکو هم کار واخستل شي ځکه چې دوي په ښه توګه بدلون راوستلی شي.

د دې دستورې په پای کې راغلو مېلمنو ته اعزازي سندونه او شيلډونه هم ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG