د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون پرانستل شو


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې په ننګرهار کې د لاسي صنایعو او تاریخي اثارو دوه ورځنی انځوریز نندارتون د پنجشنبې په ورځ په فوټبال لوبغالي کې پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې د میرمنو پر لاسي صنایعو سربېره د شاتو، اچارو او مربع د توليداتو تر څنګ د افغانستان د تاريخي اثارو ګڼ انځورونه او کتابونه نندارې ته وړاندې شوي وو.

د نندارتون پرانسته د افغانستان د اطلاعاتو اوفرهنګ سرپرست وزير پوهاند رسول باوري وکړه.

نوموړي د نندارتون د پرانستې پر مهال خبريالانو سره په خبرو کې وویل:

(( نندارتون د انکشافاتو د انعکاس لپاره دایريږي، دا بههم د ننګرهار د انکشافاتو یو نندارتون وي، او هم به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اړوند ادارو، د کتابونو نندارتون شته، هم د لرغونو سيمو څخه د موندل شويو اثارو نندارتون شته ، د فلم نندارې شته او داسې نور. د ننګرهار غوندې په يوه فرهنګي چايېریال کې به دا نندارتون يوه ښه چاره ثابته شي.))

​له نندارتون څخه ګڼو ښځینه او نارينه نندارچیانو لیدنه وکړه، يوې میرمنې چې ګوتوجوړه شوې لوپټه يې اخیستې وه، مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

((نوم مې محبوبه بابکرخيل دی، مخکې به په دې غرفو وګرځېدم، زما ټول شیان خوښ شول، خو يوه لوپټه چې مې ډېره خوښه وه، پیدا مې کړه او وامې خيسته.))

په کابل کې د ګویته انستتيوت د فرهنګي چارو مسوول ابراهيم هوتک هم يو له هغو و چې له نندارتون څخه يې ليدنه کړې وه.

نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په نندارتون کې يې د تاريخي او فرهنګي ميراثونو انځورونه ډېر خوښ شول.

(( نه يوازې د توليداتو په ليدو بلکې د کتابونو او هنري اثارو په نندارې باندې زه ډېر خوشاله شوم. که څه هم کتابونه په کې ډېر نشته خو بیا هم بازار يې ښه دی.))

XS
SM
MD
LG