د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د امريکا تورونه رد کړي دي


پاکستان د امريکا د ملي امنيت په نوې تګلاره کې پر اسلام اباد لګول شوي تورونه رد کړي دي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ملي امنيت تګلارې اعلانولو پر وخت پر پاکستان يو ځل بيا ږغ کړی وو چې د وسله والو پرضد دې ګامونه واخلي.

د پاکستان خارجه وزارت د سېشنبې په ورځ بيان کې د وزارت د ويانډ ډاکټر فيصل له قوله ويلي چې د امريکا له خوا ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان هلې ځلې او په سيمه کې د امنيت لپاره د دې هېواد قربانياني ډېرې کمې ګڼل شوې دي

د ډاکټر محمد فېصل په وینا، د پاکستان په هڅو سره په سيمه کې القاعده وسله واله ډله له منځه وړل شوې ده.

په خبرپاڼه کې تور لګول شوی چې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د شتون سربېره هم د هغه هېواد خاوره د پاکستان پرضد استعمالېږي.

د پاکستان په هڅو سره په سيمه کې القاعده وسله واله ډله له منځه وړل شوې ده. ډاکټر محمد فيصل

نوموړي زياته کړې چې پاکستان د ګاونډیو هېوادونو له لورې له مشکلاتو سره مخامخ دی او هېواد يې د ریاستي ترهګرۍ ښکار دی.

د پاکستان او امريکا په تعلقاتو کې تاوتريخوالي ته په کتو سره د سياسي چارو پوه حسن خان وايي چې د واشنګټن او اسلام اباد تعلقات د افغانستان له حالاتو سره تړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان حالاتو د دواړه هېوادونو په اړيکو کې بې باوري پېدا کړې ده.

د دفاعي چارو بل پوه برېګېډييرسعد محمد خان وايي په داسې بيانونو ورکولو سره امريکا پر پاکستان فشار اچول غواړي.

خو افغانستان د امريکا د ملي امنيت تګلاره د دې هېواد د ثبات او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د ګډو هڅو يو اساس بللې ده.

XS
SM
MD
LG