د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې نهم قامي نندارتون پېل شو


د اسلام اباد په پي اېن سي ای (پاکستان نېشنل کونسل اف ارټس) کې د سه شنبې په ورځ د انځورګرۍ نهم قامي نندارتون پېل شو کوم چې به تر دوه مياشتو روان وي.

په دې نندارتون کې د ټول پاکستان نه د شاوخوا ۵۰۰ انځورګرو کار د نندارې لپاره کېښودل شوی دی چې پکې د انځورونو ترڅنګ مجسمې، خطاطي او ويډيوګانې شاملې دي.

د پاکستان نېشنل کونسل اف ارټس له خوا دا کليز نندارتون په لومړي ځل په ۱۹۷۳م کې د دې ادارې د هغه وخت مشر او وتلي شاعر فېض احمد فېض په دې غرض تابيا کړی وو چې دا به هر کال کېږي خو د هغه وخت نه راپه دېخوا تر اوسه يواځې اته ځله تابيا شوی.

د پي اېن سي ای اوسنی مشر جمال شاه وايي چې د ځيني لاملونو له کبله ونه کړی شو خو اوس دوي هيله لري چې هر کال به دا نندارتون تابيا کېږي.

د دې ترڅنګ نوموړي وويل چې دوي پرېکړه کړې ده چې د انځورګرۍ نومونه به ستايي د کوم لپاره چې انځورګرۍ ځيني لوی نومونه انتخاب شوي هم دي.

جمال شاه پر دې هم د خوښۍ څرګندونه وکړه چې ځيني هنرمندانو خپل کار د قامي ارټ ګېلرۍ د مستقبل برخې جوړولو اعلان کړی دی.

د پي اېن سي ای د مشر په وينا چې د دې نندارتون نه وړاندې دوي د څلور واړو صوبو او اسلام اباد په نومونو سره هم نندارتونونه کړي دي.

د بلوچستان نندارتون نوم ۔ ۔۔ د مهرګړ نه تر کويټې

د پنجاب د نندارتون نوم ۔ ۔ ۔ د هړپه نه تر لاهور (د کټاس په لار)

د سيند د نندارتون نوم ۔ ۔ ۔ د موهن جودړو نه تر کراچۍ (د مکلي په لار)

د خېبرپښتونخوا د نندارتون نوم ۔ ۔ ۔ د اکره نه تر تر پېښوره (د تخت بايۍ په لار)

د اسلام اباد د نندارتون نوم ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ د تخت بايۍ نه تر اسلام اباد

د نهم قامي نندارتون د پرانستې دستوره کې د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب ګډون وکړو او په خپله وينا کې نوموړې وويل چې د اتلسم ترميم وروستو د کلتور بجټ او منصوبې ټولې صوبو ته ورکړل شوي دي خو دوي د مرکز په کچ اوس هڅه کوي چې کلتوري پاليسي راوړي او په دغه پاليسۍ کې به د فلمونو جوړوونکو لپاره يوه خپله اداره يا ډايرېکټورېټ هم وي.

هغې زياته کړه چې "د ترهه ګرۍ سره د يو قام په حېث موږ مقابله وکړه خو اوس چې کوم د زغم کمی دی د دې مقابله به په شريکه کوو. دغه مقابله يواځې زموږ ځوانان په دا رنګ هلو ځلو کې د مشغولولو له لارې کېدلی شي، زه وايم چې ثقافت يا دا خلک خړ کېدلی شي خو ختمېدی نه شي، نن څوارلس کاله وروستو دا نندارتون بيا کېږي کومه چې زما په خيال د پاکستاني ټولنې لپاره يوه ښه اشاره ده چې دا رنګ دستورې بيا پېل شوې"

د پي اېن سي ای د مشر جمال شاه په وينا چې روان کال دوي نامتو انځورګرو اقبال جعفري، ميااعجازالحسن، کولن ډېوډ، سعيداختر، ذوالقرنېن حېدر، منصور راهي، بشيراحمد او هاجره منصور ته د دې نندارتون له لارې د عقيدت پېرزونې هم وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG