د لاسرسي ځای

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې بېګاه شپه يې د موسی خېلو ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د مهماتو له یوه ستر زیرمتون څخه زرګونه فیره د درنو وسلو ګولۍ ترلاسه کړي دي.

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې بېګاه شپه يې د موسی خېلو ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د مهماتو له یوه ستر زیرمتون څخه زرګونه فیره د درنو وسلو ګولۍ ترلاسه کړي دي.

د چارواکو په وینا، یاد عملیات چې د افغان ګډو ځواکونو لخوا ترسره شوي، په نیول شویومهماتو کې له زر فیره زیاتې د توپونو، مزایلو او د سکر بیست توغندیو ګولۍ او اتلس صندوقه د دهشکې او زیکویو مرمۍ موجودې دي.

نن د چهارشنبې په ورځ د خوست د ملي امنیت رييس جنرال برکت الله څمکني مشال راډیو ته وویل، چې یاد زیرمتون د کشفي الوتکو په واسطه موندل شوی او په نیول شویو مهماتو کې یو ډول ډېر خطرناک ماینونه هم شته، چې استقامتي ماینونه بلل کیږي.

د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د توپونو او درنو وسلو نیول شوې ګولۍ د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنیو ته وښودل شوې.

د خوست د ملي امنیت رييس جنرال برکت الله څمکني وویل، چې د مهماتو یاد زیرمتون په ډېر ماهرانه ډول په یو ویجاړ کور کې جوړ شوی وو.

د خوست د ملي امنیت رييس زیاته کړه، چې د غټو وسلو ګولۍ تر زرو زیاتې دي، د دهشکې او زیکویک مرمۍ اتلس صندوقه دي او پدې کې د استقامتي ماین په نوم ډېر خطرناک ماینونه هم ترلاسه شوي دي.

ویل کیږي، چې ډېر کله د ناقانونه درنو وسلو څخه حتی په قومي نښتو او شخړو کې هم ګټه پورته کیږي.

پدې اړه جنرال برکت الله څمکنی وايي، چې ښايي لدې وسلو په قومي نښتو کې هم ګټه پورته شوي وای، خو دوی د یادو مهماتو په نیول سره د دا ډول ممکنه خطر مخه ونیوه.

بل لوري ته د خوست د ولایتي شورا مرستیال قدیم افغان هم د یادو وسلو او مهماتو ټولنیز زیانونه په ګوته کړل او زیاته يې کړه، چې دا ډول مهمات نه یواځې د نظام پر خلاف بلکې د قومي شخړو پر مهال قومونه هم لدې وسلو او مهماتو د یو بل پر وړاندې کار اخلي.

ښاغلی افغان زیاتوي، کچیرې دا ډول مهمات راټول شي، له یوې خوا به د قومي نښتو ګواښونه کم شي او بل لوري ته به وسلوال مخالفین اړ شي، چې نظام سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

دا پداسې حال کې ده، چې لدې څو میاشتې وړاندې د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ په چرګوټي او د صبریو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم په ورته توګه د وسلوالو مخالفینو د وسلو او مهماتو زیرمتونونه نیول شوي ول.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG