په دې پروګرام کې له ثمر خان سره خبرې کوو، چې یوه ساییکل چلونکې ده. هغې یوشمېر ریکارډونه جوړ کړي دي خو په دا وروستیو کې د افریقا تر ټولو د دنګ غره څوکې ته په ساییکل تللې ده. هغه د پاکستان لومړنۍ ساییکل چلوونکې ده چې د تنزانیه په منجارو سیمه کې د تر ټولو هسک غره څوکې ته ختلې.
ثمر خان وایي یوهورو غره ته ختل اسان کار نه وو. په لار له لوږې سره هم مخامخ شوې او د یخ موسم او واورو له وجې یې ډېرو کړاونه ګاللي دي.
ثمر خان وایي، د تنزانیه د سېلګرۍ وزارت ورته اعزازي سند ورکړی او د هغې د دغه کار ستاینه یې کړې ده.
دا وايي په دغه سفر کې ورسره د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار مرسته کړې وه.
ثمر خان وایي غواړي د ساییکل چلولو له لارې نړۍ ته د خپلو خلکو د امن او سولې پيغام ورسوي.
نښلول
شریک کړئ
سروې
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:17:34
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
فرخنده اسد
فرخنده اسد د مشال راډیو خبریاله وه چې د پاکستان او افغانستان په اړه یې د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوله.