د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګردیز کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر چارواکي وايي، چې د روان لمریز کال په تېرو نهو میاشتو کې په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳۴ قضیې ثبت شوي دي.

د دوی په وینا پروسږ کال په سویل ختیځو

سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پيښې ۲۶۶ وې، چې یادو ارقامو ته په کتو ۶۸ پيښې تر اوسه د تېر کال له پېښو زیاتې شوي دي.

د سې شنبې په ورځ په خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې د لمانځنې په څنډه کې د ګردیز د بشري حقونو د دفتر کارکوونکې زرمینه شمس مشال راډیو ته وویل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۱ پيښې په پکتیا، ۴۲ په پکتیکا او ۲۱۱ پيښې په خوست کې ثبت شوي دي.

د نوموړې په وینا یادو پيښو کې ۱۹۱ د زهري موادو د خوراک، ۱۵ د ټپي کېدو، ۳۵ د وهلو ټکولو، ۲۷ د قتل او ناموسي وژنې، ۴۱ د تاوتریخوالي همدارنګه د کوره شړل، جبري ودونه، په لږ عمر کې ودول، ځانوژنې او نورې پيښې شاملې دي.

زرمینه شمس زیاتوي:

((پروسږ کال مو ۲۶۶ پيښو ارقام درلودل او سږ کال ۳۳۴ واقعې دي، نو سږ کال تقریباً دېرش سلنه ارقام ډېروالۍ ښيي.))

زرمینه شمس وايي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ارقام او پيښې يې له روغتونو، عدلي، قضايي او حقوقي ادارو، د پولیسو له اړوندو شعباتو او ښځو چارو له ریاستونو څخه راغونډ کړي دي.

نوموړې فقر، نا امني او د پوهې د کچې ټيټوالی د تاوتریخوالي د لاملونو په توګه یادوي او وايي، چې په اطرافي سیمو کې ډېری ښځې د خپلو حقونو په اړه مالومات نلري.

اغلې شمس وړاندې وايي:

((په لیرې پرتو سیمو کې اصلاً ښځې پدې نه پوهیږي، چې دوی څه حقوق لري او موږ د قضیو د تعقیب لپاره د امنیتي انديښنو له کبله نشو تللی، دا ډېر کم ارقام دي، چې زموږ لاسته راځي، ډېر اعداد او ارقام خو په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې ده.))

د ښځو د حقونو فعالان وايي، چې ځنې

ناسم دودونه او د ګډ ژوند په انتخاب کې ډېر کله د پيغلې او ځوان د رضایت نه اخیستل د دوی تر منځ د بیلابیلو ستونزو لامل ګرځي.

مدني فعاله زینب افغان همدې ستونزې ته اشاره کوي او زیاتوي، چې دیني عالمان او رسنۍ کولای شي، پدې برخه کې د خلکو ذهنونه روښانه کړي او دوی په ضروري مسایلو وپوهوي.

بلخوا د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني وايي، چې په یاد ولایت کې د ښځو لپاره د تعلیم او روغتیا په ګډون په نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې شوي او دوی هیله من دي، چې ښځو ته به د کار او ژوند لا نور ښه شرایط برابر کړي.

یاده دې وي، په ګردیز کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مسوولین داسې مهال په سویل ختیزو سیمو په ځانګړي ډول خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پيښو د ډېریدو خبره کوي، چې ایله څو ورځې وړاندې د یاد ولایت د ښځو چارو ریاست چارواکو د هغو ښځو شمېر کم بللی وو، چې د تاوتریخوالي د قضیو د څیړلو لپاره یادې ادارې ته ورغلې وې.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

څېرې - له رنګینه حمیدي سره خبرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:36 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG