د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ورېښمنې لارې بیارغولو کې به افغانستان پرېکنده رول ولوبوي'


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، اوس دا هېواد په دې موقف کې دی چې له نړیوالو سره د ورېښمو او لاجوردو لارو په بیا جوړونه کې مرسته وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وايي، د ورېښمو لارې په بیا رغونه کې به افغانستان اساسي او ټاکونکی رول ولوبوي.

پوهاند رسول باوري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» "د ورېښمو لار او افغانستان" تر عنوان لاندې په علمي او څېړنیز نړیوال سمینار کې وویل، دغه لاره چې له افغانستانه تېرېږي د اوسني عصر له ټکنالوژۍ سره به سمه جوړه شي.

پوهاند رسول باوري
پوهاند رسول باوري

دی وايي:

"دغه به د ورېښمو هغه پخوانۍ لار چې د اوښانو په وسیله به کاروانونو پرې کېدل نه‎ وي، بلکې داسې یوه لاره به وي چې د اوسني عصر له ټکنالوژۍ سره برابره وي او افغانستان به په دې برخه کې ټاکونکی رول ولوبوي."

د ورېښمو لاره چې شااوخوا ۲۰۰۰ کاله پخوا د اسیا او اروپا ترمنځ د اهمیت وړ سوداګریزه لاره وه، یوه برخه‌یې له افغانستانه تېرېده.

خو په نړۍ کې د سمندري او هوايي لارو په پيدا کېدو او د یو شمېر نورو عواملو له امله د وخت په تېرېدو د ورېښمو لارې خپل اهمیت له لاس ورکړ.

د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د افغانستان په ګډون د ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ورېښمو لار د بیا ژوندي کېدو لپاره ناسته وکړه.

په افغانستان کې د ورېښمو لارې د کمېټې غړی عبدالهادي قریشي وايي، د دغې لارې په بیا جوړېدو سره به په افغانستان کې زیات شمېر کسانو ته د کار زمینې برابرې شي او افغانستان به یو ځل بیا سوداګریز اهمیت ترلاسه کړي.

سمینار ته د ولسمشر په پیغام کې راغلي و، دغه لاره به د اوسنۍ زمانې له شرایطو سره سم یو ځل بیا احیا او افغانستان به د ورېښمو لارې، په نوي مرکز بدل شي.

د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غنضفر
د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غنضفر

دغه پيغام چې د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غنضفر ولوست په یوه برخه کې یې داسې راغلي وو:

"موږ اوس په دې هڅه کې یو چې دغه لاره د اوسنۍ زمانې له شرایطو سره سم، یو ځل بیا احیا او افغانستان د ورېښمو لارې په نوي مرکز بدل کړو. په دې سلسله کې به زموږ یو بل مهم ګام دا وي چې افغانستان د رېل له لارې منځنۍ اسیا او پارس خلیج سره وصل شي او په دې ډول په اسیا کې د مالونو د انتقال یوه اصلي لاره، زموږ له هېواده تېره شي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د ورېښمو لارې تاریخي او اوسني اهمیت ته په کتو د نړۍ، د سیمې د هېوادونو او په کور دننه د افغانانو زیات پام اوښتی.

د دغه وزارت سرپرست وايي چې ورته نور عملي او څېړنیز سمینارونه به جوړ کړي او د ورېښمو لارې په اړه چمتو شوې مقالې به په کتابي بڼه خپرې کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG