د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عطا محمد نور استعفا منظوره، انجینر داوود د بلخ نوی والي


کابل - د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي، اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منظور کړه.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب الله ازاد د دوشنبې یا ګل پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، ولسمشر د نور پر ځای انجینر محمد داوود د بلخ نوی والي ټاکلی دی.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې انجینر داوود د جمعیت اسلامي ګوند یو فعال غړی بللی او ویلي یې دي چې هغه په برتانیا کې د تېلو او ګیس د استخراج په برخه کې لوړې زده کړې کړي دي.

وړمه ورځ د جمعیت اسلامي ګوند حکومت ته ګواښ کړی و چې هېڅوک د نور د لرې کولو واک نه لري.

نور چې د جمعیت اسلامي ګوند اجراییوي مشر دی، له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې یې د بلخ د والي په توګه کار کړی او پر دې مقام د هغه د پاتې کېدو یا لرې کېدو مسله په وروستیو کلونو کې لانجمنه شوې وه.

XS
SM
MD
LG